Language

په کونړکې سلګونو عالمانو او قومي مشرانو د حرمينو شريفینو په ملاتړ غونډه وکړه

اسعد اباد (پژواک ۶ سلواغه ۹۴): په کونړ کې سلګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د حرمينو شريفینو په ملاتړ غونډه وکړه او د هغه ساتنه یې د هر مسلمان دنده وبلله.

په دې غونډه چې نن د کونړ په مرکز اسعد اباد کې جوړه شوې وه، د دې ولايت د مرکز او ولسواليو شاوخوا ۳۵۰ ديني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د کونړ د عالمانو شورا مرستیال مولوي نجیب الله حقیار غونډې ته وویل: "موږ د کونړ ټول دیني عالمان دې ته چمتو يو، چې د حرمینو شرفینو د دفاع لپاره قرباني ورکړو."

ده زیاته کړه، سعودي عربستان چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په اړه کوم ایتلاف جوړ کړی، دوی يې ملاتړ کوي.

کابو يوه نيمه میاشت وړاندې سعودي عربستان "د ترهګرۍ پر ضد" د مبارزې لپاره د دې هېواد په مشرۍ د ٣٤ هېوادونو د يوه پوځي ايتلاف جوړولو اعلان وکړ.

نوموړي په ايران کې د سعودي په سفارت او قونسلګرۍ بريدونه له نړيوالو قوانينو څخه په ډاګه سرغړونه وبلله.

په ايران کې د سعودي پر ضد لاريون او د دې هېواد پر سفارت هغه مهال بريد وشو، کله چې سعودي د دولت ضد فعاليتونو په تور د شيعه روحاني شخصيت شيخ نمر په ګډون ۴۷ کسان اعدام کړل.

قومي مشر حاجي محمد روزي وويل: "موږ د اسلام او اسلامي شعایرو (مقدساتو) په خاطر ډېرې قربانۍ ورکړي او هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړو، چې زموږ د مسلمانانو اسلامي شعایرو او په ځانګړې توګه حرمینو شریفینو ته ګواښ پېښ کړي."

د کونړ د ولایتي شورا مشر جمال الدین سیار وویل، د کونړ ټول ولسونه چمتو دي چې د حرمینو شريفینو دفاع لپاره ځانونه قرباني کړي.

login or register a new account.