مزارشريف (پژواک، ۷ سلواغه، ۹۴): د شمال زون د امنيتي مسوولينو او د رسنيو تر منځ د همغږۍ په تړاو غونډه وشوه.
په ياده غونډه کې چې د سلواغې په ۷مه وشوه، د امنيتي ارګانونو مطبوعاتي مسوولينو له رسنيو سره د معلوماتو په شريکولو ټينګار وکړ؛ خو په بلخ ولايت کې د شمال زون په کچه کارکوونکو خبريالانو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لا هم له دوی سره د رسنيو د اړتيا وړ معلومات نه شرېکېږي.
په مزارشريف کې د شمال زون د پوليسو د ۷۰۷ پامير قوماندانۍ سرپرست محمد نادر فهيمي يادې غونډې ته د وينا په اوږدو کې وويل، چې د دغه زون په کچه ټولې امنيتي قوماندانۍ د روان پسرلي لپاره بشپړ چمتوالی لري.
نوموړي زياته کړه، دوی ډاډه دي چې په دغه زون کې به امنيتي حالت لا ښه کوي.
د هغه په وينا، دوی د ډاډمن امنيت لپاره اړ دي، چې له خلکو سره معلومات شريک کړي او دغه چاره به د تېر په څېر په پوره روڼتيا د رسنيو له لارې تر سره کوي.
په مزارشريف کې د شمال زون د ناټو ځواکو د پرېکنده ملاتړ د قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول اندري Andre هم په دغه غونډه کې برخه لرله، نوموړي ګډونوالو ته د خبرو پر مهال وويل، چې امنيتي مسوولين بايد رسنيو ته حقيقتونه ووايي.
نوموړي زياته کړه، د ډاډمن امنيت لپاره اړينه ده، چې خلک په خپلو امنيتي ارګانونو باور ولري او دغه باور د رسنيو له لارې له خلکو سره د معلوماتو د شريکولو په تړاو ښه رامنځ ته کېدی شي.
د هغه په وينا، دوی به د تېر په څېر د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړي وي.
خو په مزارشريف کې د شمال زون په کچه کارکوونکي خبريالان وايي، چې لا هم امنيتي مسوولين له رسنيو سره د اړتيا وړ معلومات نه شريکوي.
په مزارشريف کې د شمال په کچه د طلوع تلوېزيون خبريال عارف موسوي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي مسوولين له رسنيو سره يواځې د امنيتي لاس ته راوړنو رسنيز معلومات شريکوي.
نوموړي زياته کړه: ((که داسې پېښه وشي، چې پوليس په کې تر پوښتنې لاندې راځي؛ نو پوليس له موږ سره د معلوماتو په شريکولو کې سستي کوي.))
د هغه په وينا، ډېری وخت د جنايي پېښو په تړاو د معلوماتو په راغونډولو کې د پوليسو لخوا سم معلومات نه شي تر لاسه کولی.
login or register a new account.