Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان پوهنتون څخه په لومړي ځل لسګونه محصلين فارغ شول

مهترلام (پژواک ٨ سلواغه ٩٤):  د لغمان پوهنتون د کرنې او ادبیاتو له پوهنځیو څخه په لومړي ځل ۱۱۳ محصلین فارغ او  هم د دې پوهنتون اداري ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د فراغت په اړه جوړو شويو مراسمو کې د لغمان پوهنتون ريیس عبدالصبور غفورزي وويل، دا لومړی ځل دی چې له دغه پوهنتون څخه د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو محصلین فارغ او ولس ته د خدمت په موخه وړاندې کېږي.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي بيا وویل، چې یواځې پر اسلامي مینه، پوهه، قلم او ملي مفکوري سره ځوان نسل کولی شي افغانستان له روانو بدمرغیو او ناخوالو وژغوري.

هغه له فارغو محصلینو وغوښتل، نورې لوړې زده کړې هم وکړې او په ایماندارۍ، رښتينلوۍ او ملي احساس سره خپلې خاورې او ولس ته د خدمت جوګه شي.

د مراسمو په وروستیو کې فارغو محصلینو ته د فراغت سندونه هم ورکړل شول.

د یادونې وړ ده چې لغمان پوهنتون په ۱۳۹۰ لمریز کال کې جوړ شوی.

له بلې خوا د لغمان پوهنتون د اداري ودانۍ چارې بشپړې شوې او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د يوه کال په موده کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د لسو ميليونو افغانيو په ارزښت په دوه پوړه کې په پاخه او اساسي بڼه جوړه شوې ده.

ده زياته کړه، دغه راز په ياد پوهنتون کې د څه دپاسه شپاړسو ميليونو افغانيو په ارزښت د محصلينو لپاره د خوړنځي د ودانۍ د بنسټ ډبره نن کېښودل شوه.

د هغه په وينا، دا خوړنځى د هند په مالي مرسته په درېيو پوړونو کې په پاخه او اساسي شکل جوړېږي، چې چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.