Language

پل علم (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې په بره کي برک ولسوالۍ کې يوه ملکي وګړي او دوو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور طالبان ژوندي نيول شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د سلواغې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د بره کي برک ولسوالۍ په هوس خېلو، الياس خان کلا، حوني سيدان، شاه مزار او د دوشنبې سيمو کې چاڼيز عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د يادو عملياتو پر مهال څلور طالبان ژوندي نيول شوي، يو وژل شوى او يو بل ټپي دى.

ده وويل چې د عملياتو پر مهال وسله والو طالبانو له امنيتي ځواکونو سره جګړه هم کړې چې د طالبانو د ډزو له امله يو ملکي وګړی هم وژل شوى دى.

صالح وايي: ((زموږ موخه دا ده چې دغه عمليات د لوګر ولايت نورو ولسواليو ته هم وغځوو تر څو سيمې له طالبانو پاکې کړو.))

دغه راز د هوس خېلو سيمې اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل: ((څلور ورځې کېږي چې زموږ کلي ته عسکر راغلي دي، دلته کور په کور يې تلاشي شروع کړې او طالبان لټوي.))

ده وويل چې له امنيتي ځواکونو سره هوايي ځواک هم شته او کله نا کله د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

هغه په دغو عملياتو کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د لوګر چارواکو ويلي وو چې امنيتي ځواکونو په بره کي برک ولسوالۍ کې دوه طالبان وژلي او دری نور يې ژوندې نيولي دي.

بره کي برک د مرکز پل علم سوېل لوېديځ ته په ٢٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د لوګر ولايت له نا امنو سيمو څخه شمېرل کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.