لښکرګاه (پژواک، ۹ سلواغه ۹۴): پوليسو د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې له چاودېدونکو توکو ډک کرولا موټر هدف ته تر رسېدو مخکي نيولی دی.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال الماس خان پژواک خبري اژانس ته وويل دغه کرولا موټر د پوليسو تر تعقيب لاندې و چې نن سهار يې د لښکرګاه د "ولي کرم هديرې" په سيمه کې ونيو.
د ده په وينا، موټر چلوونکی چې د ځانمرګې بريد واسکټ هم ورسره دی، له سيمې تښتېدلی، خو امنيتي ځواکونو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه چې په موټر کې ٣٠٠ کيلوګرامه چاودیدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو او د دې موټر په وسيله د بريد موخه لوړ پوړي دولتي چارواکي وو.
دى وايي چې ياد چاودېدونکي توکي له موټره ښکته او شنډ شوي دي.
د هلمند د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال کريم وايي، د دولت وسله وال مخالفين ځکه په ښار کې د چاودنو هڅې کوي چې تر فشار لاندې دي.
خو هغه وايي چې امنيتي ځواکونه د دې ډول بريدونو د مخنيوي لپاره پوره چمتووالى لري.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د ياد موټر په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.