محمودراقي،کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٤): ويل کېږي چې د کاپيسا د نوي ښاروال د مقررۍ په سر د ارګ او اجراييه رياست ترمنځ ناندرۍ روانې دي.
پژواک اسناد ترلاسه کړي چې داجراييوي رياست د دفتر رييس عبدالقهار عابد لخوا اجراييوي رييس ته په يو مکتوب (نمبر ٢٣٣٩) چې د مرغومي په ٢٣مه، لېږل شوى، پيشنهاد کړى چې عبدالمنان شريعتي د کاپيسا د ښاروال په توګه وټاکل شي.
اجراييوي رييس د ١٩٥٨ شمېرې حکم په اساس چې د مرغومي په ١٤مه يې صادر کړى، د اجرااتو سپارښتنه کړې ده.
تر دې وروسته د اجراييوي رياست د دفتر رييس عبدالقهار عابد په ٢٤٠٣ شمېره مکتوب کې چې د مرغومي په ١٤مه يې ليکلى، سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته ويلي چې د اجراييه رييس د حکم له مخې دې د کاپيسا د نوي ښاروال په اړه اجراات وکړي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خپلواکې ادارې د ښارواليو د انسجام رياست له لوري د اړوند ښار په اړه يوه غونډه رابولي چې په هغه کې هرڅوک کولی شي ګډون وکړي او خپله طرحه وړاندې کړي.
سرچينې زياتوي،کله چې دا طرحې را ټولې شوې بيا له هغې ډلې پنځه طرحې انتخابېږي او ولسمشر ته يې وړاندې کوي. بيا ولسمشر دا طرحې ګوري او يوتن په کې د ښاروال په توګه ټاکي.
خو يادو اسنادو ته په کتو سره داسې معلومېږي، چې اجراييه رياست هڅه کړې چې نېغ په نېغه د خپلې خوښې سړى د کاپيسا د ښاروال په توګه وټاکي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ويانده منيره يوسفزاده پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه د کاپيسا لپاره ښاروال نه دى ټاکل شوى.
د هغې په وينا، له دوو کسانو څخه انټرويوګانې اخيستل شوې، خو تر اوسه يې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
دا چې د اجراييه رياست لخوا يادې ادارې ته د کاپيسا د اښاروال د مقررۍ مکتوب لېږل شوى، يوسفزاده يې په اړه څه ونه ويل.
د ډاکټر عبدالله له خوا معرفي شوي عبدالمنان شريعتي پژواک اژانس ته وويل، چې ده خپله عريضه اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله ته ورکړې، خو له نورې پروسې تر اوسه نه دى خبر او نه هم د ښاروال په توګه ټاکل شوى دى.
شريعتي وايي، چې د جهاد او مقاومت پر مهال يې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي او دغه راز له ١٣٨٠ څخه تر ٨٥ ١٣کال پورې د کاپيسا د ښاروال په توګه پاتې شوى او په دې برخه کې پراخه تجربه لري.
login or register a new account.