Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډېر ژر به لغمان کې لوی او پرمختللی ترانسپورټي ترمينل جوړشي

مهترلام ( پژواک، ١٠ سلواغه ٩٤) : د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزير وايي چې ډېر ژر به په لغمان ولايت کې لوى او پرمختللى ترانسپورټي ترمينل جوړ شي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په ١٠مه، پژواک  خبري اژانس ته وويل، چې د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزير ډاکټر محمدالله بتاش د يوه پلاوي په مشرۍ د ولايت مرکز مهترلام ته سفرکړى و.

هغه زياته کړه، چې نوموړي د لغمان والي عبدالجبارنعيمي سره د کتنې پرمهال د ياد ولايت د ترانسپورټ په برخه کې شته غوښتنې ترلاسه کړې .

سرچينې وويل، چې ددې ليدنې پر مهال والي عبدالجبارنعيمي د لغمان ولايت د عمومي حالت، ولسي غوښتنو او د پرمختګ د شته فرصتونو په اړه راغلي پلاوي ته معلومات وړاندې کړل.

نعيمي زياته کړه چې د لغمان ولايت ولسونه په ټينګه د خپل دولت او ټولو هغو انکشافي او اقتصادي تګلارو ملاتړ کوي چې پر اساس يې په دغه ولايت کې د پرمختګونو دروازې پرانيستل کېږي.

په دغه کتنه کې د لغمان والي د ترانسپورټ مديريت،پنځو نمايندګيو لپاره د ودانيو جوړول،د ملي بس د تصدۍ هراړخيز اکمال  او  د نورو ملي بسونو ورکړې يادونه وکړه.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزير محمدالله بتاش وويل، چې د منظم پلان له مخې به د ترانسپورټ په برخه کې د لغمان ولايت لنډ مهاله،منځ مهاله او اوږد مهاله غوښتنو ته پام وکړي او ډېر ژر به د لغمان ولايت د سرخکانو په سيمه کې د يوه لوی او پرمختللي ترانسپورټي ځمکني ترمينل د جوړېدو چارې پيل کړي.

د هغه په وينا، له دې سره به په دې ولايت کې ترانسپورټ منظمه وده او انکشاف وکړي.

بتاش دغه راز وويل، چې لغمان ولايت ته به نور ملي بسونه هم ورکړي ترڅو پرې د دغه ولايت د خلکو ستونزې هوارې شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.