کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٤): ولسمشر غني د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قربانيانو د ملاتړ وجهي صندوق پرانيست او ويې ويل، د ښځو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پرانيستې دا مراسم نن له غرمې مخکې د ښځو چارو وزارت په نوښت په سلام خانې ماڼۍ کې ترسره شول.
سرچينه کاږي، ولسمشر محمد اشرف غني په دې مراسمو کې وویل، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د اسلام په سپېڅلي دین کې ځای نه لري او د حضرت محمد (ص) سیرت هم ښځو ته د درناوي په اصل ټینګار کوي.
هغه زياته کړه: "د ښځو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی زموږ لپاره د منلو وړ نه دی او څوک چې تاوتریخوالی د عنعنې په توګه مني، نو تېروتلی دی."
ده څرګنده کړه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ادامه ګډوډي رامنځته کوي.
نوموړي ټینګار وکړ، جنګ ځپلې ټولنه باید خپل پخواني ارزښتونه درک کړي او ناسم دودونه ونه هڅوي.
د هغه په وينا، حکومت ژمن دی چې له ښځو سره د خپلو حقونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي.
اشرف غني وايي: "د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د وجهي صندوق د پرانیستې هرکلی کوم او ښځو ته باید د دوی شرعي او قانوني حقونه ورکړل شي."
نوموړى زياتوي، د نړۍ د مشهورو پوهانو او څېړونکو په لیکنو او څېړنو کې د ښځو موقف څرګند لیدل کېږي.
ولسمشر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ وجهي صندوق سره په نغدي مرسته دا صندوق رسماً پرانیست او ويې ویل، د کابینې غړو هم ژمنه کړې ده، چې د سلواغې میاشتې د تنخوا ۱۵ سلنه به دې صندوق ته ورکړي.
د خبرپاڼې په حواله، په دې مراسمو کې د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني د اسلام له نظره د ښځو د حقونو او رول په هکله خبرې وکړې او ويې ویل، د اسلام دین او افغاني فرهنګ ښځو ته ځانګړی ځای ورکړی دی.
هغې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ وجهي صندوق پرانیسته مهم ګام وباله او د تاوتریخوالي پر ضد یې د جدي مبارزې ټینګار وکړ.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP