غزني ښار (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۴): د غزني د ولسواليو چارواکي او خلک وايي چې داعش وسله والې ډلې په خپرو کړو ليکونو کې له خلکو غوښتي، چې له دوى سره يو ځاى شى .
د دوى په وينا، داعش ډلې همدا راز ګواښنه کړې، څوک چې ورسره يو ځاى نه شي نو سرونه به ترې پرې کېږي.
د غزني د ده يک ولسوالۍ د پايلوچ د سيمې اوسېدونکی محمد انور وايي چې وړمه شپه داعش وسله والو د دوى په جومات کې ليکونه اچولي وو.
هغه پژواک اژانس ته وويل : ((په ليک کې ډېرې خبرې وې، خلکو ته ګواښنه شوې چې له دولته لرې شي ، دغه راز د طالبانو پر ضد يې هم ډېرې توندې خبرې کړي او له خلکو يې غوښتي چې له هرې کورنۍ څخه بايد يو تن له دوى سره يو ځاى شي.))
د محمد انور په وينا، دغه راز په دې ليک کې يادونه شوې، هغه کسان چې له دوى سره نه يو ځاى کېږي، نو سرونه به يې غوڅ کړي او يا به هم ژوندي وسوځول شي.
نوموړي زياته کړې، تر اوسه خلکو د داعش وسله وال نه دي ليدلي، خو يواځې يې ليکونه په بېلا بېلو سيمو کې اچولي او هغه يې ليدلي دي.
بلخوا د يادې ولسوالۍ د بالاي سيمې اوسېدونکی الله داد وايي چې وسله والوطالبانو يو شمېر داعش وسله وال نيولي او غواړي چې دا کسان په عام محضر کې په دار کړي .
نوموړی وايي داعش د سيمې اوسېدونکو ته ويلي چې که ورسره يو ځاى شي نو د مياشتې يو نيم زر ډالره معاش ورکوي.
الله داد وايي چې داعش وسله والو د دوى په سيمه کې هم شپې پاڼې اچولې وې او له خلکو يې غوښتي چې ورسره يو ځاى شي.
د ده يک ولسوال کريم الله اميري هم وايي ، داسې اوازې شته چې داعش وسله والو په يو شمېر سيمو کې شپې پاڼې اچولي او له خلکو يې غوښتي چې ورسره يو ځاى شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په دې اړه معلومات ترلاسه کړي، خو تر اوسه کره شوي نه دي او نه يې هم سيمې مشخصې کړې دي.
د ګيلان ولسوالۍ د رسنې سيمې اوسېدونکی جان محمد وايي چې په سيمه کې يې داعش پيدا شوي او په جوماتونو کې يې شپې پاڼې اچولې دي.
login or register a new account.