محمودراقي (پژواک ١١ سلواغه ٩٤): د کاپيسا په دويم کوهستان ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له امله د يوې کورنۍ يوه مېرمن وژل شوې او درې نور غړي ټپيان دي.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وختي د يادې شوې ولسوالۍ په کارېزک سيمه کې يو تن ملا ملنګ چې دوه مېرمنې يې لرلې، خپله مشره مېرمن او زوى يې د چاقو په وسيله ژوبل کړي دي.
ده زياته کړه، د مشرې مېرمن يوه بل زوى يې بيا د ټوپک په وسيله خپل پلار او ميرنۍ مور ويشتي، چې په پايله کې يې پلار ټپي شوى او مېرنۍ مور يې وژل شوې ده.
د هغه په وينا، ياد شوى کس د پوليسو له خوا نيول شوى او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د کاپيسا د ښځو چارو مشره صيفوه کوهستانۍ هم ياده پېښه تاييدوي او وايي، په دې ولايت کې د ښځو د وژلو زياتره پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځ ته کېږي.
login or register a new account.