Language

د غزني ولايتي روغتون کې نوى زېږېدلى ماشوم لادرکه شو

غزني ښار(پژواک،۱۲سلواغه ۹۴): د میدان وردګو ولایت دجغتو ولسوالۍځينې اوسیدونکي وايي چې تر هغه به کورته لاړ نه شي ترڅو يې خپل ورک شوى ماشوم نه وي پيدا کړى.

يادو کسانو وروسته تر هغه دغه ګواښ وکړ چې تيره ورځ د غزني په ولايتي روغتون کې يو ماشوم تر زېږېدو وروسته لادرکه شو.

د لادرکه شوي ماشوم يو نږدې خپل محمد رحيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ يې د ميدان ودرګو ولايت د جغتو ولسوالۍ له نودې کلي څخه يوه ولادي ناروغه د غزني ولايتي روغتون ته راوړې وه.

خو ده وويل چې په روغتون کې ماشوم تر پيدا کيدو وروسته لادرکه شوى دى.

محمد رحيم او ورسره يو شمېر نورو کسانو ويل تر هغه به کور ته لاړ نه شي ترڅو يې خپل ماشوم نه وي پيدا کړى.

ده وويل که ډير ژر دغه ماشوم پيدا نه شو نو د غزني د ولايتي روغتون دروازه به د ډاکټرانو او خلکو پرمخ وتړي.

هغه زياته کړه: (( دا نو بیخي عجیبه خبره ده چې ماشوم دې په شفاخانه کې ورک شي.))

ده وويل چې د غزني په ولايتي روغتون کې د دې ترڅنګ يو شمير نورې ستونزې هم شته چې بايد حل شي.

د ورک شوي ماشوم نيا پژواک ته وويل: (( لمسى مې چې پيدا شو نرسې ته مې ورکړ زه دوا پسې لاړم کله چې بيرته راغلم نو نرسې ته مې وويل چې ماشوم څه شو، هغه منکره شوه او ويې ويل چې ماته خو دى نه دى راکړى.))

دې هم وويل چې تر هغه به په دې روغتون کې پاتې شي ترڅو يې خپل لمسى نه وي پيدا کړى.

د لادرکه شوي ماشوم نيکه وايي : (( دا يوه شرمونکې مسله ده زه له لمسي پرته نه شم کولاى کور او کلي ته لاړ شم ، ماشوم بايد حتمن پيدا شي.))

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ملکي روغتون چارواکو له څه ويلو ډډه وکړه او خبريالانو ته يې ګواښونه هم وکړه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.