پل علم (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٤): د لوګر چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځواکونو په دغه ولايت کې د يو ښوونکي او ملا امام په ګډون څلور تنه په ترهګريزو پېښو کې د لاس لرلو په تور نيولي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د مرکز پل علم اړوند په خدربازار او دروېش کلي کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې څلور تنه په ترهګريزو پېښو کې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.
د صالح په وينا، په نيول شوو کې د دروېش د کلي ملا امام ميرخليل او د لوګر د مرکزي دارالعلوم ښوونکی قاري شمس الرحمن هم شامل دي.
ده وويل چې نيول شوي کسان کابل ته لېږدول شوي او څېړنې ترې روانې دي.
د دروېش کلي اوسېدونکي محمدنبي هم پژواک ته وويل چې تطره شپه د ملي امنيت ځواکونو د دوى په کلي کې عمليات کړي دي.
هغه زياته کړه: ((ميرخليل او شمس الرحمن دواړه سره وروڼه او زما د تره زامن دي او دواړه د پاخه عمر خاوندان دي.))
د هغه په وينا، دغه دواړه نيول شوي وروڼه په هېڅ ډول ترهګريز پېښو کې لاس نه درلود؛ ځکه چې حکومت پلوه وو او دواړو له حکومت څخه مياشتنې تنخواوې ترلاسه کولې.
ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دغه نيول شوي کسان بايد ډېر ژر بېرته راخوشي کړي؛ ځکه د دوی پر نيول کېدو خلک هم خپه دي.
محمدنبي دا هم وويل چې په خدر بازار کې هم د ملي امنيت ځواکونو له لوري دوه تنه نيول شوي، خو په اړه يې نور معلومات نه لري.
د يادو کسانو د نيول کېدو په اړه د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په تېرو شاوخوا لسو ورځو کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د لوګر د مرکز، څرخ او بره کي برک ولسواليو په ګډون په يو شمېر نورو سيمو کې هم ځيني کسان په ترهګريزو پېښو کې د لاس لرلو په تور نيولي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP