اسعداباد- پل علم (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): چارواکي وايي چې پوليسو په کونړ ولايت کې يو ځانمرګى د ښځو په جامو کې نيولى دى.
د کونړ والي وحيدالله کليمزی وايي چې تېره ورځ د نرنګ په ولسوالۍ کې ملي پوليسو دغه ځانمرګى بريدګر چې د ښځو جامې يې پر ځان وې نيولى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې نيول شوى ځانمرګى د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د بريد لپاره يې تابيا نيولې وه.
والي وويل چې بريدګر غوښتل چې په امنيتي ځواکونو بريد وکړي، خو له موخې وړاندې د پوليسو له خوا ونيول شو.
کليمزى وايي، له نيول شوي تن څخه واسکټ نه دى ترلاسه شوى، خو په پلټنو کې يې اعتراف کړى چې د ځانمرګي بريد پلان يې درلود.
د هغه په وينا، پوليسو هڅې پيل کړې چې د نوموړي واسکټ هم ترلاسه کړي.
د يو بل خبر له مخې، د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو څلور تنه د غلا او وژنې په تور نيولي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک اژانس ته وويل چې پوليسو دغه کسان تېره شپه د مرکز پل علم مربوطاتو کې نيولي دي.
هغه وايي چې دغه دوه تنه د لوګر ولايت اوسېدونکي دي او څه موده واړندې يې د کابل د اتمې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه دوه ميليونه افغانۍ غلا کړې وې.
هغه زياته کړه: ((د دغو کسانو په اړه د کابل پوليسو موږ ته مکتوبي خبر راکړى و، تېره شپه موږ دغه کسان ونيول.))
دغه راز هغه وويل چې تېره ورځ د لوګر پوليسو د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون د مدير سمونوال مبين خان د وژنې په تور هم دوه تنه نيولي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، مبين خان د روان کال په لومړيو کې په مرکز پل علم کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى و.
login or register a new account.