پل علم (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٤): د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د حقاني شبکې درې غړي نيولي دي.
دغه څرګندونې په هغې اعلاميه کې شوې چې د سلواغې په ١٤مه د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره ورځ په خوښۍ ولسوالۍ کې د حقاني ډلې درې غړي داسې مهال نيولي چې غوښتل يې د پل علم- خوښۍ ولسوالۍ پر لويه لار تر يوه پله لاندې ماين ځاى پر ځاى کړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نيول شوو کسانو کې قلندر شاه، محمد الله او عبدالولي شامل دي.
دغه راز د ملي امنيت په اعلاميه کې دا هم راغلي چې ځواکونو يې په لوګر ولايت د وسله والو مخالفينو د وسلو يوه زېرمه هم کشف او ترلاسه کړې ده.
د اعلاميې د معلوماتو له مخې، له ډیپو څخه يو میل دهشکه، یو میل پیکا، دوه کلاشینکوفونه، د میزایل څلور سرګلولې، د دفع هوا یو قاب دوربین، یو عراده کرولا ډوله موټر او سلګونه بېلابېل ډوله مرمۍ هم ترلاسه شوي دي.
خو د لوګر د خوښۍ ولسوال عبدالحميد حامد پژواک ته د يادو کسانو د نيول کېدو او عملياتو په اړه بې خبري ښوده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د ملي امنيت ځواکونو د لوګر په مرکز پل علم کې څلور تنه له وسله والو مخالفينو سره د لاس لرلو په تور نيولي و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP