Language

په غزني کې پر له پسې زلزلو خلک اندېښمن کړي

غزني ښار (پژواک، ۱٤ سلواغه ۹۴): په غزني ولايت کې په تېرو څو ورځو کې د ځمکې پر له پسې خوځېدو خلک اندېښمن کړي او په اړه یې بېلابېل نظرونه موجود دي.

د غزني اوسېدونکي وايي چې له تېرې پنجشنبې ورځې راهيسې په دغه ولايت کې تر اوسه ١٦ ځلې ځمکه خوځېدلې ده خو چا ته يې مالي او ځاني زيانونه نه دي اړولي.

د هغوې په وينا، د دغه ولايت د قره باغ او جاغوريو ولسواليو تر منځ د تمکې سيمې شا ته او د ګهواره په غرونو کې تور لوګي هم ليدل شوي او د دې سيمې په نږدې کليو کې د ځمکې خوځېدل شديد هم و.

د غزني د مرکز اوسېدونکي مومن خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دغه ولايت په پرله پسې ډول زلزلې کېږي.

نوموړی وايي چې دغه زلزلې تر ډېره په ناهور، واغز، ګیلان، جاغوري، قره باغ او جغتو ولسواليو کې احساس شوې دي.

د هغه په خبره: ((له زلزلې سره هم مهاله یو ډول غږونه هم اورېدل کېږي، دا اوازونه داسې وي ته وايي که جيټ الوتکې ټيټي راځي او بمونه غورځوي.))

ده وويل چې دغه ډول د ځمکې خوځېدو د دغه ولايت اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي.

مومن خان وايي: ((ماشومانو مې له وېرې دوه شپې خوب نه دی کړى، هغه بله شپه مو له کوټې بيرون په سړه هوا کې تېره کړې ده.))

دغه راز د واغز ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالکريم هم وايي چې له تېرو ورځو راهيسې په دغه ولايت کې په پرله پسې ډول زلزلې کېږي.

نوموړي زیاته کړه: ((خو زه داسې فکر کوم او ځيني نور خلک هم وايي چې د ځمکې دغه خوځېدل زلزله نه ده، ځيني بهرني هېوادونه په دغه ولايت کې خپلې اټومي او هايدروجني وسلې ازمايي.))

ده وويل: ((دا هم امکان لري چې ځيني کسان د معدنونو د را ايستو په موخه غټې غټې چاودنې کوي چې ان د زلزلې ګومان پرې کېږي.))

د غزني ولايت اوسېدونکى او د کابل پوهنتون د ځمک پپژندنې پوهنځي زده کوونکي حشمت الله پژواک ته وويل چې په افغانستان ډېرى وخت د زلزلې مرکز شمالي ولايتونه وي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.