Language

خلک: طالبانو د غزني په ځینو سیمو کې پر لوبو بندیز لګولی

غزني ښار (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٤): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په ځينو سيمو کې پر لوبو بنديز لګولى خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ د ماموروالو سيمې اوسېدونکي محمدجان د سلواغې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ خلکو ته اخطار ورکړى چې تر دې وروسته به کرکټ، واليبال، فوتبال او نورې لوبې نه کوي.

هغه ادعا کوي چې طالبانو ويلي که څوک پر لوبو وليدل شول نو سخته سزا به ورکړل شي.

ده وويل: ((طالبانو رسمي مکتوبونه خلکو ته ورکړي چې څوک به له دې وروسته لوبه خو څه چې د لوبو جامې به هم نه اغوندي.))

دغه راز د اندړو ولسوالۍ د علي کلا سيمې اوسېدونکي نعمت الله هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ټولې لوبې بندې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((د لوبو بندلو تر اعلان وروسته زموږ په سیمه کې د  کرکټ لوبه روانه وه چې طالبان راغلل او لوبغاړي يې ووهل ویل چې باید لوبي بندې شي.))

د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو سيمې اوسېدونکی محمد ابراهيم هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې هم طالبانو له خلکو رسمي غوښتنه کړې چې نور به لوبې نه کوي.

هغه زياته کړه: ((زموږ د ولسوالۍ لوبغاړي په کرکت، واليبال او نورو لوبو کې ډېر تکړه شوي دي خو طالبان د لوبو کولو اجازه نه راکوي.))

ده ادعا وکړه چې طالبانو تر اوسه څو ځلې په دې ولسوالۍ کې د لوبو پر سر ځوانان وهلي دي.

هغه دا هم وويل چې په قره باغ ولسوالۍ کې هم وسله والو طالبانو پر ځوانانو لوبې بندې کړې دي.

د غزني ښار يوه قومي مشر حاجي منان بيا د لنډې مودې لپاره د لوبو بندېدل اړين بولي.

هغه وايي: ((هميشه بايد لوبې بندې نه شي خو کله کله ښه وي؛ ځکه چې ماشومان هېڅ درس نه وايي ټوله ورځ کرکټ کوي، له کور نه د مکتب په نوم وځي خو بيا په کرکټ لګيا وي.))

login or register a new account.