Language

قهرمان: په هلمند کې مو په نوې بڼه پوځي عملیات پیل کړي

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۴): په هلمند کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول وايي چې په دغه ولايت کې يې د نوو تکتيکونو په کارولو سره عمليات پيل کړي دي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازى او په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د سلواغې په ١٥مه خبريالانو ته وويل چې په درنو وسلو، الوتکو او یا توپونو امنیته نه شي راتلای.

هغه زياته کړه: ((په جوړ شوو پلانونو کې تر ډېره د الوتکو، لویو وسلو د استعمال او مخامخ جګړې مخه نیول شوې، په نوو تکتیکونو سره مو عملیات پیل کړي چې چاپي وهل دي، د کمینونونو نیول دي او هڅه کوو چې مخالفين د جګړې له کرښو وباسو.))

قهرمان وايي چې په جګړه کې ځکه له درنو وسلو کار نه اخلي چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنيوى وشي او د ښار د ټولو لارو کنټرول يې هم د پلانونو يوه برخه ده.

هغه دا هم وويل چې په ناوې ولسوالۍ کې يې عمليات پيل کړي او تېره شپه يې د دېشو ولسوالۍ په بهرامچې سيمه کې چاپه وهلې ده.

له تېرو لسو کلونو راهيسې د دېشو ولسوالۍ واګې له وسله والو طالبانو سره دي.

قهرمان وايي: ((نوو تکتيکونو مو مخالفین سرګردانه کړي او لوری مو ترې ورک کړی دی.))

هغه وايي چې د ده له راتګ وړاندې د هلمند پوځي تشکيلات د سرتېرو له کمښت سره مخ وو، خو اوس دغه ستونزه هم حل شوې ده.

قهرمان د بهرنیو ځواکونو د مرستې او دغه ولایت ته يې د ورتګ په اړه وویل: ((موږ د بهرنیو ځواکونو مرستې او ملاټر ته ډېره اړتیا لرو، د مشورو، تجهیزاتو په پوره کولو او په ځینو وختو کې په عملي ډول په جګړو کې د برخې اخیستنې غوښتونکي يې یو.))

قهرمان وايي که څه هم د هلمند جګړه ډېره پېچلې ده خو هڅه کوي چې د افغان سرتېرو پر مټ يې امنيتي ستونزې هوارې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هلمند د ولايتي شورا ځينو غړو او والي هم په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه د بهرنيو ځواکونو پر برخې اخيستنې ټينګار کړى و.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال کمپبل د امريکا متحده ايالتونو د کانګرس په غونډه کې ويلي چې په افغانستان او په ځانګړې ډول د افغانستان په سوېل لوېديځه برخه کې د دوى د سرتېرو پاتې کېدل به د امنيت له ټينګښت سره ډېره مرسته وکړي.

login or register a new account.

Related Topics