Language

پاکستاني پوځیانو د پکتیکا د ګیان او برمل خلکو ته د خپلو پېژندپاڼو وېش پیل کړی

ښرنه (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٤): د پکتيکا ولايت يو شمېر اوسيدونکي وايي چې په برمل او ګيان ولسواليو کې پاکستاني پوځيانو پر يو شمېر خلکو د خپل هېواد پېژندپاڼې وېشلې دي.

د برمل ولسوالۍ د انګور اډې اوسېدونکي نواب وزير د سلواغې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې پاکستاني ملېشه وو په دې ولسوالۍ کې د پاکستان د پېژندپاڼو وېشل پيل کړي دي.

هغه زياته کړه: ((په دې ولسوالۍ کې د وزیرو ډېرې قبیلې مېشتې دي، ځمکې يې د پاکستان هېواد له لوري د جوړې شوې دروازې ها خوا دي، نو خلک مجبور دي چې د پاکستان هېواد تابعيت ترلاسه کړي، کنه خپلو ځمکو ته د تلو اجازه نه لري.))

دغه راز د برمل ولسوالۍ بل اوسېدونکي ميراجان پژواک ته وويل: ((زموږ د ولسوالۍ ډېرى ماشومان په پاکستاني ښوونځيو کې درس وايي او پاکستاني ښوونکي زموږ ماشومان تشويقوي تر څو پاکستاني پېژندپاڼې واخلي.))

دغه راز د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي سميع الله هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم پاکستاني ملېشه و د خپل هېواد د پېژندپاڼو وېشنه پيل کړې ده.

هغه وويل چې دغه ولسوالي له ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري او خلک يې هم د خوراک او نورو توکو د پېرلو لپاره له پولې پورې غاړې بازارنو ته ورځي، نو ځکه يې د پاکستان تابعيت هم قبول کړى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، ګيان ولسوالي د وسله والو مخالفينو په ولکه کې ده او په دې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه نه ليدل کېږي نو ځکه پاکستاني پوځيان هم په ازاده توګه د خپل هېواد پېژندپاڼې پر خلکو وېشي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي پژواک ته وويل: ((موږ هم داسې راپورونه ترلاسه کړي چې په برمل او ګيان ولسواليو کې پاکستاني پوځيانو له خلکو غوښتنه کړې ده چې د هغه هېواد تابعيت واخلي.))

هغه وايي چې د اړوندې موضوع په اړه يې په کابل کې حکومتي مشرانو ته خبر ورکړى دى.

خو فضلي وايي د برمل او ګيان ولسواليو پر خلکو باور لري چې د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ به هم د پاکستان تابعيت وا نه خلي.

د یادونې، شاوخوا یوه میاشت مخکې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ خلکو شکایت وکړ چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان خاوره لاندې کړې او د دوی ځمکې او نور ملکیتونه د هغوی په کنټرول کې دي.

دوی دا هم ویلي وو چې خپلو ځمکو او غرونو ته د ورتګ پر مهال د پاکستاني ځواکونو له خوا له ممانعت سره مخ کېږي او ترې غواړي چې د پاکستان تابعیت واخلي، چې وروسته د دې موضوع په اړه د هېواد په کچه پراخ غبرګونونه راپورته شول.

login or register a new account.

Related Topics