Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فايق د نورم او ستندرد ادارې د مشر په توګه وټاکل شو

کابل(پژواک،١٦سلواغه٩٤): د ولسمشر د فرمان له مخې په ولسي جرګه کې د فارياب استازى نقيب الله فايق د نورم او ستندرد ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ١٤٣ ګڼې فرمان له مخې په ولسي جرګه کې د فارياب استازى نقيب الله فايق د نورم او ستندرد ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.

په ولسي جرګه کې د فارياب بل استازي بشيراحمد تينج هم په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې نقيب الله فايق د نورم او ستندرد ادراې د مشر په توګه ټاکل شوى دى.

 ډاکټر نقيب الله په ١٣٥٨ لمريز کال کې د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ په اخند بابا کلي کې زېږېدلى، لومړنۍ ، منځنۍ او ثانوي زده کړې يې په امير علي شيرنوايي ښوونځي کې پاى ته رسولي او په ١٣٨٣ لمريز کال له طب پوهنځي څخه فارغ شوى دى.

 نوموړي پنځه کاله د  فارياب د عامې روغتيا د ډاکټر او يو کال د المار ولسوالۍ د روغتيايي امر په توګه کار او تخصص يې له التراسوند برخې څخه تر لاسه کړى دى.

 فايق تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو استازى او  د افغانستان ځوانانو جنبش سازمان د فرهنګي مرستيال په توګه دندې اجرا کړې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.