Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په شهر صفا کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله  اوښتې

کلات(پژواک،١٦سلواغه٩٤): د زابل امنيتي چارواکي وايي چې په شهر صفا ولسوالۍ کې     درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ددې ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي د سلواغې په١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د شهر صفا ولسوالۍ د خواجه بابا په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه.

هغه وويل چې په دې نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور طالبان او يو پوليس ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه : (( د يو وژل شوي طالب جسد له موږ سره دى.))

فراهي وايي چې امنيتي ځواکونوپه ياده جګړه کې دوه موټرسايکلونه، يوه مخابره، درې ماينونه او ځينې نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د دې نښتې په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.