مزارشريف (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۴): د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښاروالۍ د چارو د ښه والي او ګړنديتوب لپاره د خلکو له بېلابېلو اقشارو مشورتي شورا جوړه شوه.
دغه مشورتي شورا چې د سلواغې په ۱۷مه جوړه شوه، غړي يې د مزارشريف ښار مدني ټولنو، د خبريالانو د ټولنې، سوداګرو د ټولنې، د ښځو ټولنې، سيمه ييزو ټولنو او د ګذرونو استازي دي چې ۳۱ غړي لري.
دغه شورا په داسې حال کې جوړه شوه چې د مزارشریف ښاروالۍ مسوولين د عوايدو د ټولېدو په برخه کې د ستونزو يادونه کوي.
د مزارشريف ښاروال محمد يونس مقيم د همدې شورا د جوړېدو په وياړ د غونډې په څنډه پژوک خبري اژانس ته وويل چې ياده شورا به د ښاروالۍ او د خلکو تر منځ د پل حيثيت ولري.
نوموړي زياته کړه چې ياده شورا اجرايوي صلاحيت نه، بلکې ښاروالۍ ته د مشورو ورکولو صلاحيت لري.
د هغه په وينا، شورا د عوايد د زياتوالي، د ماليې د ورکړې لپاره د خلکو تشويق، د ښار اوسېدونې فرهنګ، د ښار د پاکوالي او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې ښاروالۍ ته مشورې ورکولی شي.
د يادې شورا غړي او د مزارشريف ښار د حيات ګذر استازي محمد نعيم پژواک ته وويل چې د دې شورا جوړېدل د ښاروالۍ د چارو د سمون او ګړنديتوب لپاره ښه ګام دی.
نوموړي زياته کړه چې دوی نه يوازې د سمو او اړينو چارو د ترسره کېدو په برخه کې د مشورې ورکولو حق لري، بلکې په ښاروالۍ کې د چارو د ښې ترسره کېدو لپاره فشار هم راوړلی شي.
د هغه په وينا، دوی به د ښاروالۍ له مسوولينو سره د اړتيا پر مهال پرله پسې ناستې ولري.
محمد نعيم وويل، که چېرې ياده شورا او ښاروالۍ په سمه توګه خپلې چارې ترسره کړي؛ نو تر ډېره به د مزارشريف ښار د اوسېدونکو ستونزې حل شي.
د مزار ښاروال مقيم وويل، دې شورا ته په تمه دی چې د ښاروالۍ د ډېرو برخو د ستونزو په حل کې به ورسره مرسته کړي.
نوموړي زياته کړه چې دمګړۍ په مزارشريف ښار کې ځيني دولتي او عام خلک د مالياتو په ورکړه کې ناغېړي کوي؛ خو نوموړي د چا نوم وانخيست.
login or register a new account.