Language

“که کندوز کې عمليات و نه شي، سيمه ييز چارواکي به ګوښه کړو”

کندوز (پژواک،١٧سلواغه ٩٤): د ولايتي شورا په ګډون يو شمېر خلکو، مدني فعالانو، ځوانانو او سپين ږېرو په کندوز کې غونډه وکړه او دولت ته يې ١٠ ورځې وخت ورکړ، چې بايد د وسله والو مخالفينو په وړاندې عمليات پيل کړي.

هغوى چې شمېر يې ١٥٠ کسانو ته رسېده، نن يې د اعتراضي غونډې په ترڅ کې وويل، که تر ټاکلې نېټې پورې عمليات ترسره نه شي، پراخ لاريونونه به وکړي، سيمه ييز چارواکي به وباسي او کابل ته به يې واستوي.

اعتراض کوونکو وويل، د روان کال د تلې په شپږمې د کندوز په جګړو کې سلګونه کسان ووژل شول او د کندوز ښاريان نور زغم نه لري، چې داسې خونړۍ پېښه تکرار شي او بيا هم خلک د جګړې قرباني شي.

د کندوز ولايتي شورا مشر غلام رباني رباني وويل، کندوز ته د سفر پرمهال چې ولسمشر غني کومې ژمنې کړې وې،  هغه دا چې 

درې اونۍ وروسته  به دې ولايت کې عمليات پيل شي، عملي بڼه وانه خيسته.

نوموړي زياته کړه: "کندوز ښار د طالبانو له لوري کلابند دى او د عملياتو څرک نه شته؛ خو د تخار لرې پرتو سيمو کې عمليات تر سره کېږي، بايد د ولسمشر له وعدې سره سم په کندوز کې عمليات په لار واچول شي."

ولسمشرغني درې مياشتې وړاندې دخپل سفر په ترڅ کې د عملياتو د پيل ترڅنګ د درېيو نوو ولسواليو (خان اباد اړوند د اقتاش ولسوالۍ، کندوز مرکز اړوند د ګورتپه ولسوالۍ او امام صاحب اړوند کلباد ولسوالۍ) خبر ورکړى و.

خو رباني وويل، وسله وال مخالفين په ځينو سيمو کې فعال دي او تر اوسه د يادو درېيو ولسواليو تشکيل څرګند نه دى.

د حميدالله په نوم د کندوز يوه سپين ږيري وويل چې ناامنيو د شېرخان پر بندر هم ناوړه اغېز ښندلى دى او سوداګر خپلې پانګې نورو ولايتونو او بهر ته لېږدوي.

نوموړي ګواښ وکړ: "که عمليات و نه شي، ښايي کندوز ښار د کب مياشتې نيمايي او يا د وري مياشتې په لومړيو کې بېرته د وسله والو مخالفينو لاس ته پرېوځي."

د کندوز ولايت سرپرست حمدالله دانشي پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې وه چاڼيز عمليات د ولسمشر له ژمنې سره سم پيل شي؛ خو هلمند ولايت کې د وسله والو مخالفينو خوځښتونه د دې لامل شول چې امنيتي ځواکونه هلته بوخت شي.

نوموړي زياته کړه، که هلمند کې جګړه پاى ومومي، کندوز کې به لوى عمليات پيل شي.

login or register a new account.

Related Topics