دويم تعقيب- پل علم (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): د لوګر په مرکز پل علم کې د دغه ولايت د استيناف محکمې د قاضيانو پر موټر د چاودنې له امله څلور قاضيان او څلور عام وګړي ټپيان شوي او يو پوليس وژل شوى دى.
د لوګر والي محمدحليم فدايي د سلواغې په ١٨مه په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٩ بجې په مرکز پل علم کې د استيناف محکمې د قاضيانو پر موټر د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه.
هغه وايې چې د دې چاودنې له امله څلور قاضيان او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي او يو پوليس وژل شوى هم دى.
د فدايي د معلوماتو له مخې، په قاضيانو کې د استيناف محکمې رييس حقيق الرحمن حقمل، د ښاري محکمې رييس عبدالباسط، د استيناف محکمې د جزايي دېوان رييس محمد عمر حيدري او د استيناف محکمې يو بل غړى شامل دي.
ده وويل: ((دا قاضيان په موټر کې ناست او چېرته روان وو چې چاودنه پرې وشوه او ماين هم پر بايسکل ځاى پر ځاى شوى و.))
فدايي د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دې چاودنه کې په لوګر کې د ځمکو غاصبين لاس لري.
والي وايي چې ټپيان په کابل کې د ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پل علم اوسېدونکي جاوېد پژواک ته وويل: ((زه هم هلته ولاړ وم، قوي چاودنه وشوه، ښيښې يې هم ماتې کړې.))
ده وويل چې په دې چاودنه کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لرل.
د لوګر ولايت د لومړۍ امنيتي حوزې امر سمونمل خان اقا دراني هم پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې څلور قاضيان او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي او يو پوليس وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو د ياد شوي بريد مسووليت اخيستى دى.
ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه بريد د دوى له لوري د استيناف محکمې د رييس په موټر شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP