کلات (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې اووه پوليس ټپیان شوي دي.
د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال ملا ظريف د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په دوو بجو د ولسوالۍ اړوند د سه کيچي په سيمه کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستې لاسي بم غورځولى و.
هغه زياتوي، په دغه بريد کې اوه پوليس ټپيان شوي چې د دوو ټپونه سخت دي.
د ولسوال په وينا، د پوليسو په ځوابي بريد کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې په ياد بريد کې اوه پوليس وژلي او په نښته کې درې طالبان ژوبل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP