ښرنه (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٤): د پکتيکا ولايت د کډوالو چارو رياست وايي چې په برمل او ارګون ولسواليو کې له کډوالو سره درې سوه زره امريکايي ډالره نغدي مرسته وشوه.
د پکتيکا د کډوالو چارو رييس احسان الله احسان د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې په برمل او ارګون ولسواليو کې د شمالي او جنوبي وزيرستان پر کډوالو ووېشل شوې.
د هغه د معلوماتو له مخې چې مرستې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د کمېشنرې، له پېښو سره د مبارزې ادارې او د کليو پراختيا رياست له لوري پر يادو کورنيو وېشل شوې دي.
ده وويل چې په يادو دواړو ولسواليو کې هر کورنۍ ته سل امريکايي ډالره د مرستې په توګه ورکول شوي دي.
احسان وايي چې په يادو ولسواليو کې نږدې ١٥زره کډوالې کورنۍ اوسېږي چې نور يې هم بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه چې د يو منظم پلان له مخې به په دغه ولايت له ټولو کډوالو کورنيو سره اړينې مرستې وشي.
په برمل ولسوالۍ کې يوه کډوال الله جان وزير پژواک ته وويل چې د افغان حکومت له لوري په دې ولسوالۍ کې له يو شمېر کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
ده وويل چې دغه مرستې د کډوالو لپاه بسنه نه کوي بايد نورې مرستې هم ورسره ترسره شي.
دغه راز د برمل ولسوالۍ قومي مشر ميرزا خان هم د يادو مرستو پر ورکړې خوښي وښوده او زياته يې کړه چې حکومت له مرستو وړاندې بايد لومړى د کډوالو منظمه سروې وکړي.
شاوخوا درې کاله وړاندې د پاکستان د پوځ له لوري په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د ترهګرو پر وړاندې پوځي عمليات ترسره شول چې له امله يې يو شمېر کورنۍ د افغانستان پکتيکا او ځينو نورو ولايتونو ته کډه شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP