Language

د بلخ په ځانمرګي برید کې ٣ سرتېري وژل شوي او ١٨ نور ټپیان دي

دويم تعقيب- مزارشريف (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٤): په بلخ ولايت کې د ملي اردو پر يوه موټر ځانمرګي بريد کې ٣ سرتېري وژل شوي او ١٨ نور ټپیان دي، خو عيني شاهدان د مرګ ژوبله کچه تر دې هم لوړه ښيي.

د بصير په نوم يوه عيني شاهد د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس  ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د مزارشريف ښار په څنډه د دهدادي ولسوالۍ د نواب اباد په سيمه کې شوى دى.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک اژانس ته وويل چې ځانمرګي بريدګر د ملي اردو يو کاسټر موټر چې د شاهين قول اردو قوماندانۍ ته روان و، په نښه کړى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ١٨ سرتېري ټپيان شوي دي.

خو د والي وياند منير فرهاد پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او ١٨ نور ټپیان دي.

د عبدالستار په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې دوى د سهار د لمانځه لپاره په جومات کې وو چې ناڅاپه يې د درنې چاودنې غږ واورېد.

دى وايي چې په خپلو سترګو يې اته مړي او ګڼ نور ټپيان ليدلي دي.

د نواب اباد سيمې د انکشافي شورا مشر عبدالصبور پژواک اژانس ته وويل چې تر پېښې ٢٠ دقيقې مخکې د سيمې اوسېدونکو په نظامي جامو کې يو تن ليدلى چې پر موټرسايکل په سيمه کې ګرځېده.

د هغه په وينا، کېداى شي همدا ځانمرګى بريدګر و او د ملي اردو د موټرو په انتظار و.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې يوه بريدګر د ملي اردو پر کاسټر بريد کړى او ګڼه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

د يادونې ده، يادې سيمې ته نږدې د ملي اردو د شاهين قول اردو قومانداني هم موقعيت لري.

login or register a new account.

Related Topics