Language

د ځمکو مافیا په لوګر کې لوی امنیتي ګواښ رامنځته کړی

پل علم (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۴): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي، د ځمکو غاصبينو په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې جوړې کړې او زیاتوي چې هغوی تر وسله والو هم خطرناک دي.

د لوګر والي محمد حليم فدايي د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر کسانو په تېرو ١٤کلونو کې په دغه ولايت کې زرګونه جريبه ځمکې غصب کړې ده.

ده زياته کړه، دغه غاصبين اوس د خپلو ګټو د ساتلو لپاره په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې جوړوي.

فدایی وایي: ((د ځمکو مافیا د لوګر د امنیت لپاره تر وسله والو مخالفینو ډېره خطرناکه ده او په دې وروستیو کې په ډېرو امنیتي پېښو کې د ځمکو د غاصبینو لاس دی.))

د هغه په وينا، د لوګر د تېرې ورځې په پېښه کې هم د ځمکو غاصبينو لاس درلود.

تېره ورځ د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ريموټ کنټرول ماين د چاودنې له امله د لوګر د استيناف محکمې د رييس په ګډون څلور قاضيان او څلور ملکي وګړي ټپيان شول او يو پوليس په کې و وژل شو.

والي زياتوي، په دغه ولايت کې د ځمکو د غاصبينو پر وړاندې جدي مبارزه پيل شوې او دوسيې يې هم عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې دي.

ده وويل: ((له کله نه چې دغه کار پيل شوى، دغو مافيايي کړيو د لوګر عدلي او قضايي ارګانونه تر فشار لاندې نيولي او ډول ډول ګواښونه ورته کوي.))

د والي د معلوماتو له مخې، څو ورځې وړاندې د لوګر د استيناف محکمې په مرکز پل علم کې زرګونه جريبه ځمکه د دولت وبلله او د ډېرو غاصبينو اسناد او قبالې يې غير قانوني اعلان کړل.

ده وويل، د لوګر په ١٦ سيمو کې زرګونه جريبه ځمکه د همدې غاصبينو له لوري غصب شوې ده.

فدايي وایي: ((امکان لري چې د ځمکو مافیا د دولت له وسله والو مخالفينو سره لاس ولري، هغوی ته پيسې ورکړي ترڅو پر قاضیانو، څارنوالانو او قضايي کارکوونکو د شویو بریدونو مسوولیت په خپله غاړه واخلي.))

هغه زياته کړه، له غاصبينو سره مبارزه يې په کاري لومړيتوبونو کې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.