کندوز(پژواک،٢٠ سلواغه ٩٤): د کندوز ولايت سرپرست حمدالله دانشي چې نن يې دنده پرېښوده، د کندوز ولايت امنيتي وضعيت نازک وباله او ويې ويل چې د کندوز ښار په شاوخوا سيمو طالبان واکمن دي.
نوموړى چې نن يې له سپين ږيرو، د ولايتي شورا غړو او مدني فعالانو سره د مخه ښې غونډې ته خبرې کولې، وويل چې په کندوز کې د کار پرمهال له خلکو ښه خاطره لري او د خپلې سرپرستۍ پرمهال يې کوښښ کړى چې امنيتي وضعيت ښه شي، خو لوړ پوړو چارواکو دده وړانديز ونه مانه.
دانشي زياته کړه، دده وړانديز دا و چې بايد پراخه پوځي عمليات تر سره شي او د کندوز ښار شاوخوا دې د طالبانو له شتون پاکه شي، خو دې خبرې ته يې چا پاملرنه ونه کړه.
هغه وويل:((د کندوز ښار ساحه د طالبانو لخوا په تنګېدو ده، طالبان ځان د کندوز ښار ته را نږدې کوي.))
د کندوز ولايت سرپرست خبر دارى ورکړ چې که پراخه عمليات ونه شي، امکان لري چې په کندوز ښار کې د تلې له شپږمې نېټې هم خطرناکه پېښه رامنځته شي.
طالبانو د روان کال د تلې په شپږمه نېټه کندوز ښار ونيولو او وروسته د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې په دوو اوونيو کې پر شا وتمبول شول.
دانشي شاوخوا يوه لسيزه د کندوز د مرستيال والي او د کندوز ښار له پېښې وروسته تر اوسه ددې ولايت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.
نوموړي، پرون پژواک خبري اژانس ته ويلي و:((له ارګ سره زما د شخصي اړيکو پر بنسټ، د کندوز د سولې شورا مشر اسدالله عمرخېل د اجرايي رياست له خوا ارګ ته د کندوز د والي په توګه وړانديز شوى دى.))
عمرخېل، له ١٣٨٩ کال راهيسې چې د سولې شورا جوړه شوې، د کندوز د سولې شورا د مشر په توګه دنده اجرا کړې ده.
د کندوز ولايتي شورا مشر محمد يوسف ايوبي د سرپرست والي د مخه ښې غونډې ته وويل چې د دانشي کارونه ددې ولايت په هره برخه کې د ستاينې وړ دي او هيله ده چې نوى ټاکل شوى والي، د امنيتي وضعيت د ښه کېدو په برخه کې اقدام وکړي.
ايوبي زياته کړه چې اسدالله عمرخېل يو مجاهد شخص دى او له کندوز سره اشنايي لري.
هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه چې دانشي ته کومه بله څوکۍ ورکړي، خو دانشي وويل چې د نوي والي په ټاکل کېدو سره ددې ولايت له سرپرستۍ او مرستيالۍ ګوښه کېږي.
login or register a new account.