پل علم(پژواک،٢٠سلواغه٩٤): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير وايي چې ډير ژر به د لوګر ولايت پوهنتون، مرکزي روغتون او ځينو ښوونځيو ته د انټرنيټ اسانتياوې برابرې کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير عبدالرزاق وحيدي د سلواغې په ٢٠ مه په لوګر ولايت کې خبريالانو ته وويل چې ډير ژر به د نوري فايبر شبکه له کابل څخه لوګر ته وغځول شي.
ده وويل چې د دې شبکې په فعاليدو سره به د لوګر ولايت پوهنتون، مرکزي روغتون او پل علم کې څو ښوونځيو ته په وړيا ډول انټرنيټ ورکړل شي.
هغه زياته کړه: (( زه پلان لرم چې وروسته دغه پروسه بيا ولسواليو ته هم وغځوم.))
وحيدي په لوګر ولايت کې يوه پوست خونه هم پرانيستله.
ده وويل چې دغه پوست خونه په دوه پوړونو کې په بنسټيز ډول جوړه شوې چې لس خونې او نور ملحقات لري.
وزير وايي چې پر يادې پوست خونې نږدې ٧ ميليونه افغانۍ لګښت شوى او چارې يې د يوه کال په موده کې بشپړې شوې دي.
ده وويل: (( پلان لرم چې د دې پوست خونې په دويم پوړ کې د لوګر ځوانانو لپاره د انټرنيټ يو مرکز جوړکړم ترڅو په وړيا ډول له دې ځاى څخه معلومات ترلاسه کړي.))
دغه راز په دې غونډه کې د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې د دغه ولايت ٨٥سلنه اوسېدونکي مخابراتي اسانتياوو ته لاس لري.
هغه وويل چې د انټرنيټ په فعاليدو سره به د دې ولايت د اوسېدونکو ډيرې انټرنېټې ستونزې هم هوارې شي.
د لوګر د ولايتي شورا رييس سيدقريب الله سادات هم وزير ته په ټينګار سره وويل چې هرڅه ژر په دغه ولايت کې انټرنېټې اسانتياوې برابر کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP