Language

د ګردېز د لومړۍ امنيتي حوزې څلور چارواکي پوځي څارنوالۍ ته معرفي شول

ګردېز (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٤): د پکتيا والي وايي، د دې ولايت د مرکز  ګردېز ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر او درې نور چارواکي يې په دندو کې د غفلت له امله   پوځي څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي.

والي نصر الله ارسلا، چې نن يې د ولايتي چارواکيو په  امنيتي ناسته  کې په دې اړه خبرې کولې، له يادو څلورو کسانو يواځې د يادې  حوزې د امر روح الله تلاش نوم ياد کړ. 

د هغه په وينا، په نظامي او ملکي  ادارو کې به د مجازاتو او مکافاتو لړۍ دوام ولري او هغه امنيتي مسوولين به په مناسبو ځايونو کې پر دندو وګوماري چې په خپلو چارو کې يې وړتيا ښودلې وي.

د پکتيا نوي  امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ وويل، هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې په خپله دنده کې غفلت وکړي او يا ترې ناوړه ګټه پورته کړي.

شاوخوا شپږ مياشتې مخکې  د پکتيا د پوهنې رياست شپږ  کارکوونکي هم د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شول.

login or register a new account.

Related Topics