Language

هلمندکې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي

لښکرګا(پژواک،۲۰سلواغه۹۴): د هلمندامنيتي چارواکي وايي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو په ترڅ کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په هلمند ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د سلواغې په٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د ګرشک او نادعلي ولسواليو په مربوطاتو کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دې بريدونو په ترڅ کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ځاځي وايي چې د يادو بريدونو پرمهال د وسله والو مخالفينو يو شمېر وسايط هم له منځه تللي دي.

دغه راز د يادې قول اردو يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې په سنګين او مارجې ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ اوس هم نښتې روانې دي.

سرچينې وويل چې د همدې جګړو له امله تېره شپه د ګرشک، باباجي او نادعلي ولسواليو په ګډه سيمه کوفکه او سالنګ کې د امنيتي ځواکونو دوه پوستې  طالبانو نيولې دي.

د منبع په وينا، چې د امنيتي ځواکونو د  شاه تګ پرمهال يو ټانګ پر ماين برابر شوى چې له امله يې د ملي اردو دوه  سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دغه راز وسله وال طالبان هم په هلمند کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره شپه طالبانو په کوفکې سيمه کې د امنيتي ځواکونو يوه پوسته نيولې ده.

هغه وايي چې د پوستې د نيونې پرمهال ١٣ افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

  په هلمند کې  داسې مهال جګړو زور اخيستى چې د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د ولسي جرګې غړى عبدالجبار قهرمان په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره اوپراتيفي مسوول ټاکل شوى دى.

قهرمان تېره اوونۍ پژواک ته ويلي و چې د هلمند د امنيت د ټينګښت لپاره يې پلانونه بشپړ شوي او ډير ژر به يې پلي کړي.

login or register a new account.

Related Topics