Language

په بلخ کې به له کثافاتو د برېښنا توليد پيل شي

مزارشريف (پژواک، ۲۰سلواغه، ۹۴): د بلخ ولايت دولتي مسوولين وايي چې ډير ژر به د مزارشريف ښار له کثافاتو څخه د برېښنا د توليد څلور پروژې پيل کړي.

د بلخ ولايت په مقام کې د سلواغې په ۲۰مه،د انرژۍ په برخه کې کارکوونکي ګروپ له خصوصي سکتور او د ځينو بهرنيو موسسو له استازو سره په ناسته کې خپل کاري راپور وړاندې کړ.

دغه ګروپ، چې د بلخ ولايت له ځينو دولتي رياستونو او د خصوصي سکتور له ځينو برخو جوړ شوی، له تېرو څلورو کلونو راهيسې په بلخ ولايت کې د انرژۍ په برخه کې د مشورو او څېړنو تر کچې فعاليت کوي.

د بلخ ولايت مقام سکتوري او تخنيکي رييس ذبيح الله اختري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بلخ د انرژۍ ګروپ له تېرو څلورو کلونو راهيسې د بلخ لپاره په دې فکر کوي، چې څرنګه په خپله داسې انرژي توليد کړي، چې پاکه وي او د چاپيريال د ککړتيا لامل هم نه شي.

نوموړي زياته کړه، چې د همدې ټيم د کاري فعاليتونو له امله د دولت له خوا په بلخ کې د انرژۍ په برخه کې څلور پروژې منل شوې دي.

د هغه په وينا، د يادو څلورو پروژو له لارې به د مزارشريف ښار له کثافاتو څخه د ۶۰۰۰ کيلوواټه برېښنا د جوړېدو کار پيل شي.

اختري د يادو پروژو د لګښت او د پيل په اړه کره خبره ونه کړه؛ خو ويې ويل چې يادې پروژې به د خصوصي سکتور تر منځ له دواطلبۍ وروسته پيل شي.

نوموړي همداراز د بلخ ولايت په شولګر، کشندې او زارع ولسواليو کې له اوبو څخه د تولېدونکې ۵۰۰ کيلواټه برېښنا د درېيو پروژو يادونه هم وکړه، چې د دولت لخوا منل شوي، چې چارې به يې له دواطلبي وروسته پيل شي.

د هغه په وينا، دغو درېيو ولسواليو ته د برېښنا مزو له لارې د برېښنا ليږد په بيه لوړ او ستونزمنه چاره وه، چې د يادو درې پروژو په پلي کېدو به د دغو ولسواليو برېښنايي ستونزې حل شي.

login or register a new account.