Language

په کندهار کې د ښځو لپاره د بي بي عايشې(رض) په نوم عامه کتابتون پرانيستل شو

کندهار (پژواک ٢١ سلواغه ٩٤): په کندهار ښار کې په لومړي ځل د ښځو لپاره د بي بي عايشې(رض) په نوم عامه کتابتون پرانيستل شو چې شاوخوا ٤ زره بېلابېل کتابونه په کې مطالعې ته اېښودل شوې دي.

د خديجة الکبرا فرهنګي ټولنې له خوا د جوړ شوي دغه کتابتون په پرانيستغونډه کې، چې نن مازيګر ناوخته تر سره شوه، کندهار مېشتو لسګونو مېرمنو، مدني فعالانو او نورو ګډون کړى وو.

د خديجة الکبرا فرهنګي ټولنې مشرې مېرمن مريم درانۍ وويل، د ښځو لپاره د عامه کتابتون د جوړولو چارې يې کافي موده مخکې پيل کړې وې او بالاخره وتوانېده، چې د دې کتابتون لپاره ٤زره بېلابېل کتابونه راټول او کتابتون د ښځينه وو پر مخ پرانېزي.

هغې زياته کړه، د دغه کتابتون د بډايه کولو لپاره به د هغوى د ټولنې هڅې روانې وي او لا نور ديني، علمي، تاريخي، ادبي کتابونه به راټولوي، څو لوستې ښځې ورڅخه د مطالعې لپاره ګټه واخلي.

د دې په خبره، د ښځو دغه عامه کتابتون يې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د مېرمنې حضرت عايشه صديقه(رض) په نوم نومولى چې تر ټولو ډېر احاديث يې را نقل کړي دي.

نوموړې وويل، د کندهار لوستې مېرمنې کولاى شي په دغه کتابتون کې د خپلې خوښې وړ کتابونه مطالعه کړي، څو د پوهې په ګاڼه سمبال شي او ذهنونه يې روښانه شي.

درانۍ د کندهار له ښځينه وو وغوښتل، چې تر خپل منځ د مطالعې فرهنګ عام کړي او په دې توګه خپل اولادونه هم دغه ستر کار ته وهڅوي.

د کندهار د ښځو چارو رييسې مېرمن رقيې اڅکزۍ دغه ګام وستايه او ويې ويل، د نارينه وو په څېر ښځې هم حق لري چې مطالعه وکړي، خپل حقوق وپېژني او د يوې غوره ټولنې په جوړولو کې ونډه واخلي.

هغې يادونه وکړه چې په دې ولايت کې ګڼ شمېر مېرمنې له کلتوري، ټولنيزو او بېلابېلو نورو ستونزو سره مخ دي چې د حل لپاره يې ډېرو هڅو ته اړتيا ده.

د ايمان په نوم يوې مېرمنې چې د کتابتون په پرانستغونډه کې يې ګډون کړى و، پژواک خبري اژانس ته وويل، د کندهار په تاريخ کې دا لومړى ځل دى چې د مېرمنو لپاره عامه کتابتون پرانيستل کېږي.

هغې زياته کړه، دا د ښځو د پوهې د زياتولو او د هغوى د شعور د کچې د لوړولو لپاره اغېزناک اقدام دى.

دې هم يادونه وکړه چې ګڼ شمېر کندهارۍ مېرمنې نه يواځې دا چې له زده کړو ليرې پاتې شوې، بلکې هغه حقوق چې د اسلام دين او قانون ورته ټاکلي هم نه دي ورکړل شوي.

login or register a new account.