ايبک (پژواک،٢٢ سلواغه ٩٤): سمنګانو ولايت کې د سواد زده کړې له ٩ مياشتني کورس څخه، له ٢١٠٠ ډېر کسان چې له يادې ډلې يې ٣٨ سلنه ښځې جوړوي، فارغ شول.
د سمنګان د پوهنې رياست د سواد زده کړې امر فيروزالدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو کسانو کې ١٣٠٨ تنه نارينه او ٨١٩ ښځينه دي او دا هغه کسان دي چې له ١٥ څخه تر ٤٥ کلونو پورې عمرونه او د بېلابېلو عواملو له امله د سواد له زده کړې پاتې شوي دي.
د هغه د معلوماتو پر بنسټ، دغه کسان د ياد ولايت په ولسواليو او مرکز کې په ١١٨ کورسونو کې چې د سمنګانو پوهنې رياست د سواد زده کړې د امريت له لوري او د يو شمېر موسسو په همکارۍ لکه د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې له تر سره شوي و، له زده کړو برخمن شول.
د هغه په وينا، فارغينو ته د ښوونځي د درېيم ټولګي معادل سندونه ورکړل شوي دي.
دا چې د يادو کورسونو فارغين د زده کړو له نعمت برخمن شول، ډېر خوشاله دي.
د سمنګانو مرکز د ايبک ښار د ميرزا برات علي بانډې ٣١ کلنې اوسېدونکې او له دغه کورس فارغې شوې مېرمنې نتاشه وويل: "د دغه کورس په مرسته اوس زما فکر روښانه شوى او درس ويلى شم، ټېليفوني شمېرې، د دوکانونو لوحې او يا ادرسونه لوستلى شم، زموږ لپاره ډېر ښه شو."
هغې د پوهنې له وزارت وغوښتل، څو دغه پروګرام ته پراختيا ورکړي او له دې لارې به په هېواد کې د بې سوادۍ کچه راټيټه شي.
د يادولو ده، چې تېر کال هم د سمنګانو شا وخوا ٣٠٠٠ اوسېدونکي د سواد زده کړې په کورسونو کې د شاملېدو په پايله کې د سواد له زده کړې برخمن شول.
د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې په تېرو ١٢ کلونو کې د همدې پروګرام له لارې ډېر شمېر هېوادوال د زده کړو له نعمته برخمن شوي او دا لړۍ به دوام ولري.
دوى هيله څرګندوي چې د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ملي سټراټېژۍ له مخې به تر ٢٠٢٠ زېږديز کال پورې د افغانستان ٦٠ سلنه خلک د سواد له نعمت برخمن شي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په هېواد کې د تېرو پنځلسو کلونو راهيسې په ټوليز ډول د هېواد ٦٤ سلنه نفوس د سواد له نعمت برخمن شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP