ښرنه (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٤): د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر منځ له تېرو دوو ورځو راهيسې سخته جګړه روانه ده چې له امله يې تر اوسه له دواړو لورو ٨٠ وسله وال وژل شوي دي.
د ګومل ولسوالۍ يوه اوسېدونکي اخترمحمد د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ په خنډک او سرحدي سيمې دينارخېلو کې له تېرو دوو ورځو راهيسې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي.
هغه وايې، تر اوسه پورې له دواړو لورو ۸۰ وسله وال وژل شوي او ډېر نور د يو بل له لوري نیول شوي هم دي.
د نوموړي په وينا، د سيمې د اوسېدونکو له خولې يې اورېدلی چې دوه ورځې وړاندې د څرخي الوتکو له لوري کسان ښکته شوي او بيا جګړه پيل شوې ده.
اخترمحمد وويل چې د يادو نښتو پر مهال امريکايي بې پيلوټه الوتکو هم بمبار کړی، خو يوازې يې طالب وسله وال په نښه کړي او داعش وسله والو ته څه نه وايي.
د هغه په وينا، د يادو هوايي بريدونو له امله د وسله والو طالبانو د والي د ساتونکو دوه موټر هم ويشتل شوي او ۱۸ تنه په کې وژل شوي دې.
د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله بابري هم پژواک ته وويل چې په ګومل کې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، خو په اړه يې زيات معلومات نه درلودل.
د ګومل ولسوال ښايسته خان اختر زاده هم وايي چې جګړه د دې ولسوالۍ سرحدي پولې ته نږدې د دينارخېلو په سيمه کې روانه ده چې له دواړو څخه قوماندانان او يو شمېر کسان وژل شوي چې د فريد هنر او توپان په نومونو د داعش ډلې مشهور قوماندانان هم شامل دي.
بل لور ته د پکتيکا والي امين الله شارق وايي چې په ګومل ولسوالۍ کې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتې په اړه معلومات نه لري.
خو هغه زياتوي چې د دوی د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې د طالب وسله والو د دوو ډلو تر منځ د خپل منځي اختلافاتو له امله نښته روانه ده.
هغه په دې اړه له نورو ويلو ډډه وکړه.
مدني فعال خورشيد امان کټوازی وايي چې په ګومل ولسوالۍ کې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ له تېرو دوو ورځو راهيسې سختې نښتې روانې دي چې له دواړو لورو په لسګونو وسله وال وژل شوي دي.
login or register a new account.