Language

پکتيکا کې په زرګونو زره جريبه ځمکه غصب شوې

ښرنه (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٤): د پکتيکا والی وايي، د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې په زرګونو زره جريبه ځمکه غصب شوې، چې ډېری وخت يې له امله د قومونو ترمنځ د دولتي ځمکو په سر شخړې او ستونزې هم را منځته کېږي.

د پکتيکا والي دغه خبره د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۲مه دمطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې په ډاګه کړه.

والي امين الله شارق وويل، د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې په زرګونه زره جريبه ځمکه د زورواکو او قومونو له لوري په غير قانوني ډول غصب شوې ده.

ده زياته کړه، د کابينې په غونډه کې يې هم ياده موضوع شريکه کړې ده او هلته د ولسمشر له لوري وويل شول، چې ټولې دولتي غصب شوې ځمکې بايد د غاصبينو له منګولو وژغورل شي.

د هغه په وينا. د پکتيکا د مرکز په ګډون به د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې دولتي ځمکې له غصب څخه خلاصې کړي او غصب کوونکو ته به له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

شارق وايي: "په دې ولايت کې ډېری دولتي ځمکې غصب شوې او لا هم دا لړۍ په تېزۍ سره مخ   روانه ده، خو دوی به نور په دې اړه پټه خوله پاتې نه شي او په اړه به يې جدي ګامونه پورته کړي."

د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله هم وايي، په دې ولايت زرګونه جريبه ځمکه د زورواکو، قومي مشرانو او پخوانيو جهادي قوماندانانو او په ټوله کې د ولسونو له لوري غصب شوې ده، چې ژغورل به يې خورا ډېر وخت ونيسي.

هغه په دې برخه کې په دولت نيوکه وکړه، چې په دې اړه يې تراوسه پورې هم پرځای ګام نه دی اخيستی او نه يې هم تر اوسه پورې کومه دولتي ځمکه له غاصبينو څخه ژغورلې ده.

نوموړي په دولت غږ وکړ، چې په دې اړه دې جدي اقدام وکړي او غصب کوونکو ته دې قانوني سزا ورکړي.

مدني فعال محمد امان کټوازی بيا وايي، چې په هېواد کې د څو لسيزو جنګ جګړو له امله په دې ولايت کې ډېری خلک په دې توانېدلي، چې دولتي ځمکې غصب کړي.

هغه زياتوي، که دا لړۍ داسې روانه وي، لرې نه ده چې پاتې دولتي ځمکې به هم د غاصبينو لاس ته ولوېږي.

د ده په خبره،، په مټاخان ولسوالۍ کې د تاروخېلو او اندړو قومونو ترمنځ هم کلونه کېږي، چې په دولتي ځمکو شخړې او لانجې روانې دي او په نورو ولسواليو کې هم داسې قضيې شته.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.