کندوز (پژواک،٢٤ سلواغه ٩٤): د کندوز ښار په شاوخوا سيمو کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه او خراب امنيتي وضعيت د دې سبب شوي چې مدني فعاليتونه پيکه شي او حتى ځيني مدني فعالان چې د ښځو په برخه کې يې کار کاوو، له دغه ولايته وتلي دي.
د شمېرو پر بنسټ، د طالبانو له خوا د کندوز له نيولو وړاندې په دغه ولايت کې څه باندې ٧٠ مدني ټولنو فعاليت درلود، خو اوس په دغه ولايت کې ٣٠ بنسټونه فعاليت لري.
مدني بنسټونه وايي چې د هغوى رول پخوا د خلکو د ستونزو په حل او پر حکومت د نيوکو په برخه کې موثر و او د فعاليت لپاره يې مناسبه فضا مساعده وه، خو نا امنۍ په ځانګړي ډول د طالبانو له خوا د کندوز ښار نيولو پر مدني بنسټونو منفي اغېزه کړې ده.
کندوز ښار د تلې په شپږمه نېټه د طالبان واک ته ورغى، خو له عملياتو وروسته په دوو اوونيو کې په تدريجې ډول د دولت ولکې ته ورغى چې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په کې سختې جګړې وشوې، پر دې سربېره دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته، د ځايي چارواکو د شمېرو له مخې په دې جګړو کې څه باندې ١٨٠ ملکي وګړي ووژل شول او ٣٣٠ نور ژوبل شول.
يو شمېر دولتي او خصوصي دفترونه وسوځول شول، د ځينو بنسټونو مالونه او وسايل ولوټل شول او څه باندې ٢٠ کورنۍ ګاونډيو ولايتونو او کابل ته بېځايه شوې.
مدني ټولنې چې په دغه ولايت کې يې اغېزناک رول درلود، له جګړو اغېزمنې شوې او اوسمهال تت حالت لري.
د کندوز د مدني بنسټونو د مشارکت شبکې مشر عبدالله رسولي وايي: ((زموږ مدني فعاليتونو د پخوا په پرتله په ځلونو پيکه شوي، د تلې د شپږمې نېټې پېښه کې ګڼ مالونه او وسايل ولوټل شول او تر نن ورځې پورې له مدني ټولنو کوم کوچنى ملاتړ هم نه دى شوى.))
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دغو بنسټونو نه يې ځينی په پور سره دفتري وسايل چمتو کړي او خپل فعاليت يې بېرته په نسبي ډول پيل کړى دى، خو يو شمېر نور بيا لا هم نه دي توانېدلي چې خپل فعاليتونه له سره پيل کړي.
رسولي په دغه ولايت کې د امنيت د بېرته راوستلو په برخه کې د حکومت وعده خلافۍ د دې لامل وبلل چې مدني فعاليتونه فعاليت کم کړي او ځيني مدني بنسټونه وتړل شي.
د کندوز د مدني بنسټونو د مشارکت شبکې مشر وويل: ((زما په باور تر ټولو مهم کار چې په کندوز کې د مدني فعاليتونو د فعاليت تضمين کوي، د مدني فعالانو خونديتوب دى، خو ليدل کېږي چې دولت پر خپلو ژمنو سربېره هم د امنيت او ثبات په رامنځته کولو کې عملي اقدام نه دى کړى.))
د هغه په خبره، د دولت وسله وال مخالفين چې د مدني فعاليتونو لپاره په حقيقت کې ستر ګواښ دى، د کندوز ښار دروازې ټکوي، هره ورځ مدني فعالان او خبريالان ګواښ کېږي او له بلې خوا وسله وال مخالفين هم بريدونه کوي او دې چارې د مدني فعالانو اندېښنې زياتې کړې دي.
ډېرى مدني فعاليتونه د مدني ټولنو د مشارکت شبکې تر چتر لاندې کار کوي او له دې ډلې يې ډېرې کمې ټولنې د ښځو په برخه کې فعاليت کوي.
login or register a new account.