ښرنه (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٤) : د پکتيکا د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ جګړې روانې دي چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو طالبان وايي، چې دوى له داعش ډلې سره جګړه کوي او امريکايي ځواکونو پر طالبانو بمبار کړى او ورته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي محمد حنيف د سلواغې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي چې دواړو لورته ګڼ شمېر تلفات هم اوښتې دي.
هغه وايي : (( د شخړې په پيل کې داسې اوازې وې چې وسله وال طالبان له داعش سره په نښتو کې ښکېل شوي، خو اوس په ډاګه شوې چې يادې نښتې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ روانې دي.))
د حنيف په خبره، په دې ولسوالۍ کې د ملا اخترمحمد منصور او حقاني شبکې ډلو فعاليت کاوه، خو په دې وروستيو کې د ملا اخترمحمد منصور د ډلې يو قوماندان عبيدالله هنر د ملا محمد رسول له ډلې سره يوځای شوی و او بيا يې په سيمه کې نښتې پيل کړې وې.
د دې ولايت يوې باوري سرچيني د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل، چې يادې نښتې د ملا اختر محمد منصور او ملا رسول د ډلو ترمنځ روانې دي چې تر اوسه له دواړو لوريو څخه تر ٨٠ پورې وسله وال وژل شوي دي.
سرچينه وايي، ډېرى نښتې ډيورنډ کرښې ته څېرمه رامنځته شوې،چې په ترڅ کې يې يو شمېر مهم طالب قوماندانان هم وژل شوي او د ارګون ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال حزب الله هم وژل شوی دى .
بلخوا د پکتيکا د والی وياند نبي الله پيرخېل پژواک ته وويل چې د وسله والو طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو لړۍ تر پکتيکا هم رسېدلې ده.
هغه وايي، چې په دې نښتو کې تر اوسه لسګونه وسله وال وژل شوي چې په کې ګڼ شمېر قوماندانان هم شامل دي.
د والي وياند وايي، د ملا اختر محمد منصور د ډلې له لوري د وسله والو طالبانو والي عبدالله بلال او د حقاني شبکې وسله وال د ملا رسول د ډلې له وسله والو سره جنګيږي، چې ډيری تلفات هم د ملا رسول ډلې ته اوښتي دي.
بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په ګومل ولسوالۍ کې يې د د اعش وسله والې ډلې سره نښتې کړې دي.
هغه زياته کړې چې ددې جګړو پر مهال امريکايي هوايي ځواکونو پر طالبانو بمبار کړى چې له امله يې ١٣ طالبان وژل شوي دي.
login or register a new account.