مزارشريف (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٤): په بلخ ولايت کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې نا امنۍ په شمالي ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرېدو لامل شوې دي.
دوی همدا راز پر حکومت تور لګوي چې د ښځو د حقونو ناقضانو ته په سزا ورکولو کې پاتې راغلی دی.
دغه څرګندونې د سلواغې په ۲۵مه په بلخ ولايت کې فرخندې ته د عدالت غوښتنې په موخه جوړه شوې غونډه کې وشوې چې د افغان ښځو شبکې له خوا جوړه شوې وه.
په بلخ کې د افغان ښځو شبکې مسوولې حميدې صفار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا غونډه فرخندې ته د عدالت غوښتنې په پار جوړه شوې چې له ټولو هېره شوې ده.
هغې زياته کړه، په شمال کې د صحرايي محکمو او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي يو لامل، د دولت له لوري په اساسي ډول د همداسې پېښو نه څېړل دي.
نوموړې وويل چې که دولت د فرخندې پېښه ونه څېړي؛ نو دوی به د هېواد له مدني ټولنو سره په همغږۍ د عدالت غوښتنې دغې لړۍ ته همداسې دوام ورکړي.
په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ښځو د چارو مسووله خماري حيدري وايي چې په روان کال کې تر دې مهاله په بلخ ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۳۵ پېښې ثبت شوې دي چې دا د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زياتوالی ښيي.
نوموړې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرېدو لامل په هېواد کې د مجازاتو څخه معافيت او فساد په ګوته کړ او ويې ويل چې سربېره پر دې يو شمېر ټولنې چې د ښځو د حقونو برخه کې کار کوي، پروژه يي برخورد کوي او د ښځو لپاره بنسټيز کارونه نه کوي.
په همدې حال کې د بلخ ولايت د ښځو چارو رييسه شهلا حديد پژواک ته وايي چې په شمالي ولايتونو کې د امنيت خرابوالی د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ډېرېډو لامل ګرځېدلی دی.
هغه زياتوي، د دې تر څنګ يې فقر، بېسوادي او له قانون څخه نا خبري هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېرېدو ته لاره هواره کړې ده.
حديد بيا دا خبره رد کړه چې ګني يو شمېر ټولنې د ښځو د حقونو څخه د دفاع برخه کې پروژه يي برخورد کوي.
هغې وويل، په بلخ ولايت کې د ښځو د حقونو په برخه کې ټولې فعالې ټولنې له دوی سره په همغږۍ هڅې کوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په له منځه وړو کې اغېزمن تمام شي.
login or register a new account.