ښرنه (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۴): د پکتیکا خلک د پوهنې ریاست په درغلۍ او فساد تورنوي او وايي چې په دغه ولایت کې ډېری د نجونو ښوونځي خیالي دي او په نوم راتلونکي امتیازات یې خپله چارواکي په جېبونو کې اچوي.
د پکتیکا د مرکز ښرنې یوه اوسېدونکي عمران افضلي چې له هنده ماسټري لري پژواک خبري اژانس ته وویل، په مرکز کې چې تر نورو ولسوالیو یې امنیت هم نسبي ښه دی خو بیا هم د نجونو هېڅ ښوونځی نشته په کې.
نوموړي زیاته کړه چې د پوهنې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د زرګونو نجونو زده کوونکو د شتون خبره کوي، خو تر اوسه پورې مو نه په مرکز او نه هم په ولسواليو کې د نجونو لېسه ليدلې او نه هم تر اوسه له دغه ولایته په کانکور کې کومې نجلۍ ګډون کړی دی.
هغه وايي: ((د پوهنې رياست ادعا کوي چې په ولایت کې د نجونو ښوونځي فعال دي او ۲۵زره نجونې په کې زده کړې کوي، خو داسې نه ده، د مرکز ښرنې په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د نجونو په نوم تش ښوونځي او کورسونه جوړ شوي دي، یوازې معاشونه اخيستل کېږي، نتايج او نور اړوند اسناد يې د پوهنې رياست ته سپارل کېږي، خو ښوونځيو کې نجونې شتون نه لري.))
دغه راز د پکتیکا د يوسف خېلو ولسوالۍ یوه اوسېدونکی سيد امير وايي چې په دغه ولايت کې د پوهنې رياست له لوري د سواد زده کړو، د سويډن او يونسيف موسسو له لوري په کليو کې ښوونیز کورسونه جوړ شوي، خو زده کوونکې شتون نه لري او یوازې د ښوونکو په نوم معاشونه اخیستل کېږي.
هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې لازمې څېړنې وکړي او د پوهنې په رياست کې دې د فساد او درغلۍ مخه ونیسي.
خو د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي بیا د خلکو یادې خبرې سمې نه بولي.
د یاد ولایت د پوهنې رييس کوچي ځاځي پژواک ته وويل چې په پکتيکا کې ۳۰۰۰۰ زره نجونې پر زده کړو بوختي دي.
هغه زیاته کړه چې په دغه ولایت کې د نجونو ټول ۳۱ ښوونځي فعال دي چې له ډلې يې ۲ لېسې او ۴ څلور منځني ښوونځي دي.
هغه وايي چې په راتلونکي ۱۳۹۵ لمريز کال کې به د ارګون د نجونو له مرجانيه لېسې څخه ۲۳ زده کوونکې فارغې شي چې دا د پکتيکا په تاريخ کې د نجونو په برخه کې يوه لويه لاسته راوړنه ده.
ځاځی زیاتوي چې په دې برخه کې به خپل ټول امکانات په کار واچوي، تر څو په دغه ولايت کې د نجونو زده کړې چټکې کړي.
د پوهنې رییس وویل: ((دا منم چې په تېرو کلونو کې موږ له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوې نجونې نه درلودې خو خلکو ته دا ثابتوم چې په پکتيکا کې ۳۰۰۰۰ زره نجونې زده کړې کوي.))
login or register a new account.