Language

په ګرشک کې پنځو سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۴): امنیتي مسوولین وايي چې طالبانو د هلمند د ګرشک په مالګیر سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته برید کړی او پنځو سیمه یيزو پولیسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ګرشک امنیه قوماندان لومړي څارن محمد اسماعیل خپلواک د سلواغې په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار وختي وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په مالګیر سیمه کې د سیمه يیزو پولیسو  پر پوسته وسله وال برید وکړ.

د هغه په خبره چې د دغه برید په ترڅ کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي او زیاتوي چې په دې پېښه کې شپږو وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه یې نور جزئیات ور نه کړل.
خو بلخوا بیا د هلمند د امنيې قوماندانۍ یوې سرچينې پژواک ته وویل چې د ګرشک د مالګیر د پولیسو ماموریت طالبانو نیولی دی.

سرچینې زیاته کړه چې په دغه بريد کې څلور پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

دغه راز یاده سرچینه وایي چې تېره ورځ په خانشین ولسوالۍ کې هم د یوې پوستې قوماندان او یو پولیس وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو د هغوی ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې د خانشین د حمام پوستې قوماندان نبي جان او یو پولیس یې  وژلي او شپږ پولیس له نهه میله وسلو سره دوی ته ورغلي دي.

login or register a new account.

Related Topics