Language

د لوګر په ازره کې سلګونه کیلوګرامه تریاک نیول شوي

پل علم (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۴): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې سلګونه کيلوګرامه ترياک کشف او نيول شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو په ازرې ولسوالۍ کې پر يوه کور عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو ٧٣٣ کيلوګرامه ترياک، يو ډاډسن موټر او دوه ميله وسله ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه چې د يادو نشه يې توکو په تړاو درې تنه نيول شوي او يو بل وژل شوى دى خو امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ده وويل چې دغه نشه يې توکي له ختيځو ولايتونو د لوګر ازرې ولسوالۍ ته راوړل کېږي او بيا له دې ځايه د هېواد نورو ولايتونو ته قاچاق کېږي.

د صالح په وينا، د ازرې په ولسوالۍ کې وسله وال مخالفين له قاچاقبرانو څخه پيسې ترلاسه کوي نو ځکه يې د نشه يې توکو د قاچاق مخه هم نه نيسي.

دغه راز د ازرې ولسوال حميدالله حميد هم پژواک ته وويل چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو د سپين جومات په سيمه کې پر يوه کور عمليات کړي دي.

هغه وايي چې امنيتي ځواکونو د يادو عملياتو پر مهال سلګونه کيلوګرامه ترياک ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه ولسوالۍ اوس د نشه يې توکو د قاچاق پر مرکز بدله شوې ده  بايد حکومتي مشران دې خبرې ته متوجې شي او مخنيوي يې وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت هم امنيتي ځواکونو په ازرې ولسوالۍ کې سلګونه کيلوګرامه چرس او ترياک نيولي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.