Language

غزني کې د طالبانو خپلمنځي جګړه کې ٢٧ وسله وال وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤): چارواکي وايي چې په غزني ولايت کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو تر منځ خپلمنځي جګړه کې ٢٧ وسله وال وژل شوي دي.

د غزني  ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو د ملا اختر منصور او ملا عبيدالله هنر ډلو ترمنځ دا نښتې پرون ماښام په ناوې ولسوالۍ کې پيل شوې دي او اوس هم دوام لري.

هغه زياته کړه چې په دې نښتو کې تر اوسه له دواړو لورو ٢٧ وسله وال وژل شوي چې ډېرى يې د ملا اختر منصور د ډلې دي.

امرخېل وايي چې په دې نښتو کې د شمس الله په نوم د ملا  اختر منصور ډلې يو مشهور قوماندان هم وژل شوى دى.

د نوموړي په وينا، د ملا هنر ډلې د ملا اختر منصور د ډلې د مخابرې او د ځانمرګو بريدګرو د روزنې دوه مرکزونه هم له منځه وړي دي.

د عبدالکريم په نوم د ناوې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې له پرون راهيسې په سيمه کې د طالبانو ترمنځ خپل منځي جګړه روانه ده.

هغه وايي چې په دې نښتو کې دواړه لوري پر يو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي او زياته مرګ ژوبله د ملا منصور ډلې ته اوښتې ده.

خو وسله وال طالبان بيا دغه جګړه ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په غزنې ا و يا هم ناوې ولسوالۍ کې داسې کومه پېښه نه ده شوې او دغه ادعاوى په کلکه ردوي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د طالبانو د بېلابېلو ‌ډلو ترمنځ نښتې زياتې شوې دي، تر دې مخکې په هرات او فراه کې د ملا منصور او ملا رسول ډلو ترمنځ او له تېرې يوې اونۍ راهيسې د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د ملا منصور او ملا عبيدالله هنر د پلويانو ترمنځ نښتې شوې دي.

دغه راز وړمه ورځ دننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ نښتې شوې، چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ جګړه شوې ده.

login or register a new account.