ښرنه (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٤): د پکتيکا چارواکي وايي، په ګومل ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند نبي الله پيرخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان د ګومل ولسوالۍ په راغي سيمه کې د ناټول ځواکونو له خوا تر بريد لاندې نيول شوي او وژل شوي دي.
ده زياته کړه، دا کسان د ګومل ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال عصمت الله ملګري وو، چې جسدونه يې سهار ناوخته طالبانو له ځان سره لېږدولي دي.
د ګومل ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شاه محمود پژواک ته وويل، دغه بمبار تېره شپه د طالبانو په يوه پټنځاى شوى، چې له امله يې شپږ تنه وژل شوي او د هغوى يوه اندازه مهمات هم په کې له منځه تللي دي.
د والي وياند دغه راز وايي، په برمل ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال دوه وسله وال طالبان له يوې اندازې وسلې او مهماتو سره يوځاى نيول شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، د لوګر په مرکز پل علم کې د ملي امنيت له لوري څلور تنه د ترهګريزو کړنو په تور نيول شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح، پژواک اژانس ته وويل چې دغه کسان د مرکز په يوې اړوندې سيمه کې د ملي امنيت ځواکونو د عملياتو پرمهال له وسلو او چاودېدونکو سره يوځاى نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، ياد شوي کسان د طالبانو د مشهور قومندان ملا حنيف ملګري دي، چې له څو کلونو راپدېخوا يې د مرکز په شاوخوا سيمو کې تخريبي کړنې ترسره کولې، چې په نيول کېدو سره به يې په امنيتي حالت کې ښه والى راشي.
د ده په وينا، له دې کسانو سره يو راکټ، دوه پيکا، درې موټرسايکلونه، ١٥ د پرسونل ضد ماينونه، چاودېدونکي توکي، د ميزاييل او راکټ مرمۍ نيول شوې دي.
وسله والو طالبانو بيا د يادو ټولو پېښو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP