پل علم (پژواک، ٢٨ سلواغه ۹۴): د لوګر يو اوسېدونکى چې د خپلې کورنۍ درې غړي يې په چاودنه کې له لاسه ورکړي وايي چې د ٧ کلونو په تېريدو سره تر اوسه حکومت او يا هم کومې مرستندويه ټولنې ورسره مرسته نه ده کړې.
شاوخوا ٧ کاله وړاندې د محمداغې ولسوالۍ په شيخک کلي کې د موټربم چاودنه وشوه چې له امله يې د زده کوونکو او ښوونکو په ګډون ٤٠ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
شيخک کلا د محمداغې ولسوالۍ د ودانۍ سوېل لور ته په څلور کيلومترۍ کې د کابل_ ګردېز پر لويه لار پرته سيمه ده چې شاوخوا ٨٠ سلنه وګړي يې پښتانه او پاتې نور يې درې ژبې دي او له تېرو ١٥ کلونو راهيسې د دې سيمې واک د افغان دولت په لاس کې دی.
د لوګر د يو شمېر نورو اوسېدونکو تر څنګ د شيخک کلي اوسېدونکي ٢٢کلن رحيم داد هم له دې پېښې دردېدلى دى او د خپلې کورنۍ درې غړي يې له لاسه ورکړي او يو بل يې ټپې شوى دى.
رحيم داد پژواک خبري اژانس ته د يادې پېښې په اړه وويل: “سهار ٧ بجې وې کور ته روان وم د درنې چاودنې غږ شو، ډېر سخت وډار شوم له خولې مې چيغه ووته او وياله کې وغورځېدم. “
چاودېدونکي توکي په يو لارۍ موټر کې ځا پر ځاى شوي وو او موخه يې معلومه نه وه خو تر چاودنې وروسته يې مرګ ژوبله يواځې عامو وګړو ته واړوله.
رحيم داد وايي: “لږ وروسته په خود شوم، پاڅېدم د پېښې ځاى ته راغلم هر لور ته د انسانانو غوښې او جسدونه پراته و.”
هغه وايي چې په دې پېښه ډېرى وژل شوي کسان، د ښوونځي زده کوونکي، ښوونکي او نور ماشومان و.
د رحيم داد په وينا، په دې پېښه کې ٤٠ کسان وژل شوي و خو د کليواليو په مرسته يې وکولاى شول يواځې د ١٥ کسانو جسدونه پيدا کړي.
هغه وويل: “د چا مو لاس پيدا کړ د چا پښه پيدا شوه، هېڅ نه معلومېدل خو هڅه مو وکړه چې همدغه د غوښو ټوټې په ٤٠ قبرونو کې ښخ کړو تر څو د ټولو تسلي پرې وشي. “
د رحيم داد سترګې له اوښکو ډکې وې او زياته يې کړه: ” په دې پېښه کې زما ځوان ورور او دوه دتره زامن هم و وژل شول او زما بل ورور ټپي شو چې ټپي اوس په غوږونو کوڼ دى. “
ده وويل چې ورور يې اوس په سيمه کې د کوڼ په نوم مشهور شوى او اوس هم له چاودنې ډاريږي.
ده وويل: “ورور مې نيمګړى شو، غږ نه اوري ډېر يې وضعيت خراب دى له چاودنې ډاريږي موږ ورسره په کور کې په اشاره خبرې کوو.”
د رحيم داد په وينا، يادې چاودنې خلکو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ مالي زيانونه هم اړولي دي.
نوموړي زياته کړه: “د خلکو لسګونه دوکانونه خراب شول، د يو شمېر زياتو کورونو ښیښې ماتې شوې، غواګانې مړې شوې، ان دا چې ځيني ونې يې هم له بېخه ايستلې وې.”
ده وويل چې له ورور او د تره له زامنو څخه يې ورته ٦ يتيمان او درې کونډې پاتې دي او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دى.
نوموړى وايي چې پلار يې ژوندى دى خو اوسمهال ډېر سپين ږيرى شوی او د کور ټول مسووليت ده ته ور له غاړې دى.
هغه دا هم وويل چې يادې چاودنې د شيخک کلي ډېرې نورې کورنۍ هم د غم پر ټغر کېنولې دي.
هغه زياتوي: “د همدې چاودنې له امله په دې کلي کې اوس داسې کورنۍ شته چې د سهار او شپې ډوډۍ نه لري، د کورنيو سرپرستي ښځو او يا هم يتيمانو ته پاتې ده.”
هغه د همدې چاودنې يوه بله بېلګه ياده کړه، ويي ويل: “په دې چاودنه کې د يوې ښځې دوه زامن ووژل شول، مور د خپلو زامنو له غمه اول په سرطان ناروغۍ اخته شوه او بيا وروسته مړه شو.”
د رحيم داد په وينا، له دې پېښې ٧ کاله تېريږي خو تر اوسه حکومت او يا هم کومې مرستندويې ټولنې یې له قربانيانو سره مرستې نه دې کړې.
خو دى وايي: “له پېښې نه يوه ورځ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي له هرې کورنۍ سره د يو لک افغانيو مرسته وکړه خو هغه پيسې په هماغه اولو دريو ورځو کې خلاصې شوې.”
د هغه په وينا، د يادو قربانيانو لېست په هماغه وخت کې ولسوالۍ او ولايت ته سپارل شوى خو د ٧ کلونو په تېرېدو هېڅ ډول مرستې ورسره نه دې شوې.
ده پر حکومت غږ وکړ چې د شيخک کلي له قربانيانو سره د اړينو مرستو تر څنګ د هغوی امنيت تامين کړي او د کار زمينه هم ورته برابره کړي.
دغه راز د همدې پېښې يو قرباني ١١کلن محمد يونس د شيخک کلي په هديره کې د خپل پلار قبر ته څېرمه پژواک ته وويل: “دا مې د پلار قبر دى ٧ کاله مخکې په همدې چاودنه کې ووژل شو.”
هغه وايي چې په دې چاودنه کې يې د تره زوى او نور کليوال هم وژل شوي دي.
يونس چې زړې جامې يې پر ځان وې، زياته کړه: “زه له پلار څخه ډېر وړوکى پاتی شوم او پلار می له ما څخه بل مشر اولاد نه لري، د کور سرپرستي زه او زما مور کوو او اوس زه په ښوونځي کی زده کړې هم کوم.”
دى وايي چې د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل په موخه يې يوه غوا ساتلې او له خپلې مور سره په ګډه د غوا پالنه کوي.
ده وويل: “مور مې مستې او شيدې راته راکوي زه يې بازار ته وړم هلته يې خرڅوم او بيا خپله کوزاره پرې کوي.”
ده هم وويل چې تر اوسه پورې حکومت او يا هم کومې بلې نا دولتي موسسې له دوی سره مرستې نه دی کړې.
هغه وايي که مرستې ورسره وشي نو دى به وکولاى شي په سمه توګه خپلې زده کړې پر مخ يوسي.
د محمداغې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن مطيع الله عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
هغه زياته کړه: “هو دغه پېښه شوې خو په تړاو يې تر اوسه نه څوک دوسيه لري او نه هم څوک نيول شوي دي.”
بايد وويل شي چې د يادې پېښې ټول قربانيان د شيخ کلي اوسېدونکي دي او په ټوليزه توګه په دې چاودنه کې ٣٠ کورنۍ زيانمنې شوې دي.
د شيخک کلي اوسېدونکي وايي چې د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستی خو د دغه شان پېښو تر شا د دولت د وسله والو مخالفينو لاس وي.
د يادې ونې ده، تر دې پېښې وروسته شيخک کلى اوس د شهيدانو د کلي په نوم هم ياديږي.
محمداغه د کابل ولايت سوېل ته په ٣٥ کيلومترۍ او د مرکز پل علم شمال لور ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې امنيتي ستونزې يې د لوګر تر نورو ولسواليو کمې دي.