Language

بلخ کې تنقيص شوي افسران خپل معاشونه غواړي

مزارشريف (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٤): په بلخ ولايت کې د ملي اردو پخوانيو تنقيص شوو افسرانو د لاريون په ترسره کولو له حکومته د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

ياد افسران چې د سلواغې په ۲۹مه مزارشريف ښار کې د بلخ ولايتي شورا مخې ته راټول شوي وو، پر حکومت يې تور لګاوه چې د دوی د معاشونو په ورکولو کې ناغېړي کوي.

په شمال کې د پخواني ۷ نمبر قول اردو تنقيص شوی افسر جګړن نظام الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولت ورته له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۳۸۱ پورې د دوى قانوني حق نه دی ورکړی.

دى د ننني لاريون په اړه وايي: ((په دې لاريون کې درې ډوله افسرانو ګډون کړی، يو يې هغه دي چې د حکومت له خوا تنقيص شوي، بل ډول يې هغه دي چې تقاعد شوي او درېيم ډول يې هغه افسران دي، چې بې برخليکه پرېښودل شوي دي او دې ټولو حپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.))

هغه زياته کړه، له دوی سره سياسي چلند کېږي او څو ځلي يې ځوانو افسرانو د اردو ليکو کې د جذبېدو لپاره نوم ليکنه کړې؛ خو د رد ځواب ورکړل شوی دی.

نظام الدين وويل، که دولت يې غږ وانه وري نو په نږدې راتلونکي کې به شل زره کسيز لاريون را وباسي.

د محمدحليم په نوم يوه بل پخواني افسر پژواک ته وويل، څو ځلې يې له دفاع وزارت څخه د خپلو معاشونو غوښتنه کړې؛ خو څوک يې په کيسه کې هم نه دي شوي.

دى وايي: ((ما تر ۱۳۸۵ پورې د دولت په چوکاټ کې کار وکړ، وروسته له هغه (ډي ډي آر) شوم؛ خو د خپل خدمت د وخت معاش مې تر اوسه پر دولت پاتې دی.))

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه، که غږ يې وانه ورېدل شي؛ نو پراخ لاريونونو به وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمدافضل حديد هم له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د ملي يووالي حکومت بايد يادو تنقيض شوو افسرانو ته د هغوی معاشونه ورکړي.

نوموړي ټولو تنقيض شوو افسرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی غږ به د ولايتي شورا له لارې د حکومت تر لوړپوړو چارواکو ورسوي.

په پاى کې لاريون کوونکو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې په کې يې له حکومت څخه د خپلو معاشونو په ترلاسه کولو ټينګار کړی وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.