Language

بلخ کې د عکاس او شاعر  قيس عصيان په ياد د عکسونو نندارتون جوړ شو

مزار شريف (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٤): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې مدني فعالانو او انځورګرانو د عکاس او شاعر قيس عصيان لومړي تلين په ياد د عکسونو نندارتون جوړ کړ.

د (فلشبک) په نوم ياد نندارتون نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۹مه) جوړ شوی و، چې د افغانستان د بېلابېلو عکاسانو لسګونه انځورونه په کې نندارې ته وړاندې شوي و.

شاعر او عکاس قيس عصيان د ۲۰۱۵ کال په فبروري مياشت کې په خپل کور کې، په مرموز ډول ځان وژنه وکړه، چې لامل يې تراوسه هم نه دی معلوم شوی.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ريس صالح محمد خليق د نندارتون په څنډه کې له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، عصيان د بلخ ولايت له مشهورو عکاسانو څخه و او همداراز شعري اثار هم لري.

د ده په وينا، د دا ډول نندارتونونو جوړول دوه ګټې لري، يو دا چې د يوه فرهنګي ياد تازه کېږي او بل دا چې، عام خلک د هنرمندانو له کارونو او پنځونو سره لا ډېر اشنا کېږي.

هغه زياته کړه، په تېره يوه لسيزه کې په بلخ ولايت کې هنر، ادب او ژورناليزم برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د نندارتون يوې تنظيموونکې او د بلخ ولايت انځورګره طاهره حسيني وايي، په دغه نندارتون کې يې پر خپلو عکسونو سربېره  د هېواد په کچه د مشهورو عکاسانو جوړ شوي انځورونه نندارې ته وړاندې کړي او هيله منه ده، چې د ليدونکو له تود هرکلي سره به مخامخ شي.

نوموړې زياته کړه، له دې کار څخه يې موخه د عصيان ياد تازه کول او له هنر سره د خلکو لا ډېر اشنا کېدل دي.

هغې وويل، انځورونه د يوې ټولنې د واقعيتونو ښکارندويي کوي، نو حکومت بايد له هنرمندانو سره د هغوی د هنر د ودې په برخه کې مرستې وکړي.

login or register a new account.

Related Topics