Language

د اندړو لسګونو اوسېدونکو د پاڅون د وسله والو پر ضد لاريون وکړ

غزني ښار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۴) د غزني د اندړو ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو، نن په داسې حال کې چې د ولسي پاڅون د وسله والو له لوري یې یو وهل شوى کس ورسره لېږداوه، د ولسي پاڅون د وسله والو پر ضد د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ مخې ته لاریون وکړ.

دغو لاریون کوونکو ویل چې په سیمه کې د ولسي پاڅون وسله وال ورسره زور زیاتی کوي او پر دوی يې ورځنی ژوند تریخ کړی دی.

هغوی یو ښوونکی چې همدا تېره شپه ولسي پاڅون کوونکو د یادي ولسوالۍ د کجیري په سیمه کې لومړی پر موټر او وروسته یې د کونداغونو په وسیله د مرګ تر بریده وهلی و، هم له ځان سره لېږداوه، چې د سختو ټپونو له کبله یې خبرې نه شوای کولی.

د دې ولسوالۍ د کجیري سیمې اوسېدونکي رحیم الله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کس د شاهین په نوم د پاڅونوالو یو قوماندان وهلی او ډبولی دى.

دى وايي: "مخکې د دې پوستې قوماندان بازمحمد خاکسار و، اوس د شاهین په نوم دى چې اصلاً د غزني د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکی دى، چې رسمي ښوونکى يې په ناحقه د مرګ تر بريده وهلى دى."

د لاريون کوونکو په وینا، د ولسي پاڅون وسله وال د دې ترڅنګ چې له هرې کورنۍ څخه د میاشتې ٥٠٠ کلدارې نغدې پیسي، خوراکي، د سون او پوښاک توکي اخلي، په بېلابېلو پلمو ولسي وګړي نیسي او بندیانوي یې.

د اندړو مشرانو د غزني له ځایې چارواکو سره په لیدنه کي غوښتنه وکړه، چې د ولسي پاڅون وسله وال دې د دوی له سیمو وباسي او پر ځای دې د ملي پولیسو او یا هم ملي اردو سرتېري ځای پر ځای کړي.

قومي مشر حاجي عبدالاحد وايي، دولت باید د خلکو عزت وساتي، نه دا چې د دوى عزت لوټ کړي.

ده زياته کړه، د اندړو اوسېدونکي نور په دې سیمه کې پاڅون کوونکي نه غواړي، ځکه ظلمونه يې تر طالبانو هم زيات دي.

دى وايي: "ملي اردو، ملي پولیس، ملي امنیت دې راشي، منو يې، خو پاڅون نور نه منو."

د غزني د ولایتي شورا غړى او د اندړو اوسېدونکى عبدالجامع جامع هم وايي، چې پاڅون کوونکي په سیمه کې زیات ظلمونه کوي، چې خلک ورنه په تنګ راغلي دي.

د ده په خبره، دا کسان له تېرو څو کلونو راهیسې د خلکو په مال او عزت تجاوز کوي او له خلکو څخه په زور پیسې اخلي او غلاوې کوي، د دې ترڅنګ هغه کسان چې پیسې ورته ورنه کړي، نو وهي يې او په شپو شپو يې بندي کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.