Language

د غزني په ترافيکي پېښه کې دوه تنه مړه او لس ژوبل دي

غزني ښار (پژواک ۲۹ سلواغه ۹۴) د غزني چارواکي وايي، د دې ولايت د اندړو ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د ترافيکې پېښې په پايله کې دوه تنه مړه شوي او لس نور ژوبل دي.

د غزني د ترافيکي پېښو امر حکمت الله، پژاک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن مازيګر د کابل - کندهار په لويه لاره د اندړو ولسوالۍ د ناني په سيمه کې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده زياته کړه، دا پېښه کې د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ له امله د ٣٠٣ ډوله او کاسټر مسافر وړونکو موټرو ترمنځ رامنځ شوې ده، چې د څرنګوالي په اړه يې څېړنې روانې دي.

د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت وايي، دوى ته له يادې پېښې څخه لس ټپيان چې درې مېرمنې، څلور ماشومان او درې يې نارينه دي او دوه مړي چې نارينه دي، ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.

د پېښې عيني شاهد سميع الله، پژواک اژانس ته وويل چې ۳۰۳ ډوله موټر له کندهاره کابل او کاسټر له غزني څخه کندهار ته روان وو، چې سره وجنګېدل.

نوموړى وايي: "۳۰۳ موټر ډېر تېز حرکت کې و، د دغه ځاى سړک خراب دى، چې موټر تېز حرکت وکړي، نو له خطر سره مخامخ کېږي."

په دې وروستيو کې د کابل - کندهار په لويه لاره ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.

login or register a new account.