Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې ځانمرګى بريدګر نيول شوى

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٤) : د ملي امنيت لوى رياست په لغمان ولايت کې د يوه ځانمرګي بريدګر د نيول کېدو خبر ورکړى دى.

په کابل کې د ياد رياست مطبوعاتي دفتر له خوا د سلواغې په ٢٩مه، پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا بريدګر څو ورځې مخکې نيول شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې دغه بريدګر له چاودېدونکو توکو ‌ډک واسکټ سره د لغمان د اوسېدونکو په همکارۍ نيول شوى دى.

ملي امنيت وايي چې نيول شوي تن هوډ درلود د مهترلام ښار په يوه له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه کې ځانمرګی بريد وکړي، خو تر بريده مخکې ونيول شو.

د لغمان ځايي اداره او وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې  اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.